د سوېلي وزیرستان ښکته ولسوالۍ د مرکز وانا د ګنګي خېل په سیمه کې نن سهار (د جولای ۲۵مه) پر یوې امنیتي پوستې وسله وال برید شوی، چې له امله یې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
د سیمې د اوسېدونکو او عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې، برید د سهار شاوخوا اووه بجې ترسره شوی او ورسره سم د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوې. د وروستیو معلوماتو له مخې، نښته لا هم روانه ده.
ځايي خلک وایي، د پرلهپسې ډزو له امله د ګنګي خېل او شاوخوا سیمو اوسېدونکي په خپلو کورونو کې پاتې شوي او په سیمه کې د اندېښنې فضا رامنځته شوې ده.
ځینې غیررسمي سرچینې ادعا کوي چې برید د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو کړی، خو دغه ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.
بلخوا، د پاکستان پوځ او نورو اړوندو چارواکو تر اوسه د برید، احتمالي مرګ ژوبلې او یا د عملیاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د پېښې په اړه د رسمي معلوماتو تر خپرېدو پورې د برید د څرنګوالي او پایلو په اړه بشپړ جزییات نه دي روښانه شوي.


