د افغانستان د دولتي او خصوصي رسنیو یو ګډ پلاوی د چین د حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی. د دغه پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل کوي.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، پلاوي د خپل سفر پر مهال د شانګهای، شيآن او اورومچي ښارونو له بېلابېلو تاریخي، فرهنګي، رسنیزو، صنعتي او سیاحتي ځایونو څخه لیدنه کړې ده. پلاوي د ښاري پرمختګ، نوې ټکنالوژۍ، رسنیو، کرنې، صنعت او د چین د فرهنګي میراث په اړه هم معلومات ترلاسه کړي دي.
راپور زیاتوي چې پلاوي په سنکیانګ سیمه کې د تیان شان له جهیل، د کرنیزو او خوراکي توکو له تولیدي شرکتونو، موزیمونو، نړیوال بازار او نورو فرهنګي او ټولنیزو مرکزونو هم لیدنه کړې ده.
د سفر په ترڅ کې افغان پلاوي د چین د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر چارواکو سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او په ځانګړي ډول د رسنیو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د پلاوي مشر حافظ ضیا احمد تکل ویلي، د افغانستان او چین اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دي. هغه د رسنیو ترمنځ د ګډو پروګرامونو، مسلکي روزنې، متقابلو سفرونو او مستقیمو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د چین لوري هم رسنۍ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د پوهاوي، باور او همکارۍ د پیاوړتیا مهمه وسیله بللې او د افغان او چینایي خبریالانو د متقابلو سفرونو او رسنیزې همکارۍ د پراخېدو ملاتړ یې څرګند کړی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان یو شمېر خبریالانو او د رسنیو استازو چین ته ورته سفرونه کړي دي.


