یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيد مرستو کمېدو له امله یو میلیون ښځې او نجونې له اړینو...

د مرستو کمېدو له امله یو میلیون ښځې او نجونې له اړینو خدمتونو بې برخې شوې

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې د نړیوالو مرستو د پام وړ کمېدو له امله لږ تر لږه یو میلیون ښځې او نجونې له هغو حیاتي خدمتونو بې برخې شوې چې د دوی د ژوند او خوندیتوب لپاره اړین ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي، په داسې حال کې چې د بشري مرستو اړتیا مخ په زیاتېدو ده، د ښځو د ملاتړ ګڼې ادارې د بودجې د کمښت له امله خپل فعالیتونه محدودوي یا د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال پر مهال بهرنۍ مرستې راکمې کړې وې، او ورسره یو شمېر نورو لویو مرسته ورکوونکو هېوادونو هم خپلې مالي مرستې محدودې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د بشري مرستو مشرې صوفیا کالتورپ په جنیوا کې خبریالانو ته ویلي، د بودجې دغو کمښتونو په جګړو او بشري ناورینونو ځپلو سیمو کې میلیونونه ښځې او نجونې له مهمو روغتیايي، خوندیتوب او نورو اړینو خدمتونو بې برخې کړې دي.

هغې زیاته کړه چې دا شمېر د ستونزې یوازې یوه برخه څرګندوي او د ادارې د وروستي راپور موندنې د اندېښنې وړ دي.

د نوموړې په وینا، په افغانستان، غزه، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، سوډان او یمن کې د ښځو د ملاتړ هغه بنسټونه چې د لومړۍ کرښې بشري مرستې وړاندې کوي، د مالي ستونزو له امله د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

صوفیا کالتورپ ټینګار کړی چې د ښځو له ملاتړ کوونکو پروګرامونو څخه د هر ډالر کمېدل، په حقیقت کې د جګړو له امله د جنسي تاوتریخوالي له قربانیانو، بې ځایه شویو میندو، له زده کړو بې برخې نجونو او نورو زیانمنو ټولنو د مرستې کمېدل دي.

راپور دا هم ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د جګړو اړوند د جنسي تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي، په داسې حال کې چې د قربانیانو د ساتنې او ملاتړ ګڼ شمېر پروګرامونه کمزوري شوي یا بند شوي دي.

د یو اېن وېمن د سروې له مخې، په سروې کې ګډون کوونکو ۸۶ سلنه ښځینه بنسټونو ویلي چې په هغو سیمو کې، چې دوی فعالیت کوي، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي، او د دوی په باور که وضعیت همداسې دوام وکړي، بشري پایلې به لا ډېرې درنې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه