یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزي د زیارت پېښې د رڼو پلټنو او د مسؤلینو...

محمود خان اڅکزي د زیارت پېښې د رڼو پلټنو او د مسؤلینو د حساب غوښتنه وکړه

د پاکستان د ملي شورا د مخالفو ډلو مشر، محمود خان اڅکزي، د زیارت د وروستۍ خونړۍ پېښې په اړه سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا پېښه باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او مسؤل کسان دې حساب ورکړي.

اڅکزي وویل، په دې پېښه کې ګڼ کسان ووژل شول، خو د ده په وینا، تر اوسه د امنیتي او اداري مسؤلینو پر ضد کوم څرګند اقدام نه دی شوی. هغه غوښتنه وکړه، که اړوند چارواکي په خپلو دندو کې پاتې راغلي وي، نو یا دې استعفا ورکړي او یا دې له دندو لرې کړل شي.

هغه د امنیتي ادارو پر چمتووالي هم پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل، که د مرستې غوښتنې شوې وې، نو ولې پر وخت اقدام ونه شو. نوموړي زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه یوازې د پولیسو مسؤلیت نه، بلکې د اړوندو امنیتي ادارو ګډ مسؤلیت هم دی.

اڅکزي دا ادعا هم وکړه چې له پېښې وروسته د ژغورنې او د وژل شویو کسانو د جسدونو د لېږد چارې په مناسب ډول نه وې ترسره شوې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه