یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد ميرویس خان هوتک، د سکې یادونې تاریخي مسیر

د ميرویس خان هوتک، د سکې یادونې تاریخي مسیر

لیکوال: تمهید سیلانی

د میرویس خان هوتک په نامه د سکې د وهلو مسئله له ډېرو کلونو راهیسې د افغان او بهرنیو لیکوالانو، مورخینو او څېړونکو ترمنځ د بحث موضوع ده. ځینو لیکوالانو دا روایت د میرویس نیکه د خپلواکۍ، سیاسي واک او سلطنتي مشروعیت نښه بللې، خو ځینو نورو بیا د فزیکي سکې، عکس، موزیمي ثبت او نومیسماټیک سند د نه‌شتون له امله پر دې روایت شک کړی دی. د دې موضوع د دقیقې ارزونې لپاره تر هر څه لومړی باید دا وڅېړل شي چې د سکې د وهلو روایت له کومه ځایه راپیل شوی، د کومو آثارو له لارې تر موږ را رسېدلی او د هر لیکوال تر شا اصلي مأخذ څوک دی. په همدې موخه، په دې لیکنه کې د افغان، عراقي، ترکي او اروپايي منابعو د نقل سلسله څېړل کېږي، څو څرګنده شي چې د میرویس نیکه د سکې د روایت فکري او تاریخي ریښې تر ډېره د عثماني امپراتورۍ په سفارتي او استخباراتي منابعو کې پرتې دي.

په افغان لیکوالو کې محترم استاد معصوم هوتک په خپله یوه لیکنه کې د محترم خلیل‌الله خلیلي د مقالې پر بنسټ لیکي چې میرویس نیکه په خپل نوم سکه وهلې وه. ښاغلي خلیلي دا موضوع د «سکه میرویس نیا» تر سرلیک لاندې په ژوندون مجله کې یاده کړې وه. د ښاغلي هوتک د حوالې له مخې، خلیلي لیکي چې کله یې په بغداد کې له عراقي مورخ عباس العزاوي، د تاریخ العراق بین احتلالین له لیکوال سره ولیدل، العزاوي هغه ته د خپلو سکو له کلکسیون څخه یوه نقره‌یي سکه وښوده چې د میرویس خان هوتک په نامه وهل شوې وه. خلیلي همدارنګه زیاتوي چې عباس العزاوي د خپل اثر تاریخ العراق بین احتلالین په پنځم ټوک کې هم د میرویس نیکه د سکې یادونه کړې او د سکې بیت یې داسې راوړی دی: «سکه زد بر درهم دارالقرار قندهار / خان عادل شاه عالم میرویس نامدار.»

د دې روایت د اصل د موندلو لپاره باید له عباس العزاوي څخه بېرته د هغه مأخذ ته لاړ شو. العزاوي دا خبره د تاریخ راشد په حواله راوړي. تاریخ راشد د عثماني رسمي مورخ رأشد محمد افندي / Râşid Mehmed Efendi اثر دی. راشد محمد افندي د عثماني دولت وقایع‌نگار، شاعر او منشي و؛ شاوخوا په ۱۶۷۰م کال په استانبول کې زېږېدلی او په ۱۱۴۸هـ/۱۷۳۵م کال کې مړ شوی دی. هغه په ۱۷۱۴م کال کې د عثماني دولت د رسمي وقایع‌نگار په توګه وټاکل شو او د نعیما له پاتې شوي ځایه یې د عثماني دولت د پېښو لیکلو ته دوام ورکړ.

خو په تاریخ راشد کې د میرویس خان د سکې خبره د راشد محمد افندي د خپل مستقیم روایت په توګه نه ده راغلې، بلکې د احمد دُرّي افندي د ایران د سفارتي راپور یا سفارت‌نامې په متن کې راوړل شوې ده. راشد تر هغه وروسته چې له ایران څخه استانبول ته د دُرّي افندي د راستنېدو خبره کوي، لیکي چې نوموړی د عثماني دولت له خوا د ایران شاه ته د سفیر په توګه استول شوی و، خپل مأموریت یې بشپړ کړ، بېرته استانبول ته راوګرځېد او له هغه ځواب‌لیک او راپور څخه چې راوړی یې و، د حالاتو حقیقت څرګند شو. تر دې عبارت وروسته راشد د یوې جلا برخې سرلیک داسې لیکي: «Takrîr-i Elçi-i müşârün-ileyh»؛ یعنې «د یاد شوي سفیر راپور». همدا سرلیک او د متن داخلي قرینې ښيي چې راتلونکی بیان د راشد خپل مستقل روایت نه، بلکې د دُرّي افندي د سفارتي راپور نقل دی.

د همدې راپور په منځ کې، د ایران د عمومي سیاسي او پوځي وضعیت د بیان پر مهال، د کندهار او میرویس خان خبره راځي. د متن له اسلوبه هم ښکاري چې دا د سفیر د مشاهداتو، معلوماتو او مأموریتي ارزونې برخه ده؛ ځکه په متن کې د لومړي شخص تعبیرونه او ضمایر، لکه «biz»، «ben» او «bu kulları» کارول شوي دي. په همدې برخه کې کندهار د ایران له مهمو کلاوو څخه یادېږي او ویل کېږي چې د هند پر سرحد د میرویس خان د خروج ځای و. وروسته د میرویس خان په اړه مشهور عبارت راځي: «Mezbûr Mir Üveys bin yüz on sekiz senesinde Kandehar havâlisinden hurûc edüp… altı seneye dek bu minvâl üzre hükûmet ve sikkei ve hutbeyi kendü nâmına okudup, hattâ sikkesi bu beyit idi.» معنا دا ده چې: «یاد میرویس په ۱۱۱۸هـ کال کې د کندهار له شاوخوا راپاڅېد… شپږ کاله یې په همدې ډول حکومت وکړ، سکه او خطبه یې په خپل نوم کړه، حتی د هغه سکه دا بیت و.» بیا د سکې بیت په عثماني/فارسي بڼه داسې راځي: «سکه زد بر درهم دارالقرار قندهار / خانِ عادل، شاهِ عالم، میر اویس نامدار.»

له دې ځایه د استاد معصوم هوتک د نقل سلسله په روښانه ډول داسې جوړېږي: معصوم هوتک د خلیل‌الله خلیلي د «سکه میرویس نیا» مقاله رااخلي، خلیلي دا خبره له عراقي مورخ عباس العزاوي سره د خپلې لیدنې او د هغه له کتاب تاریخ العراق بین احتلالین، پنځم جلد څخه نقلوي، عباس العزاوي بیا صراحتاً دا روایت د تاریخ راشد په حواله راوړي او تاریخ راشد کې دا خبره د راشد محمد افندي د خپل مستقل روایت په توګه نه، بلکې د دُرّي احمد افندي د ایران د سفارتي راپور په برخه کې راغلې ده. د موجودو شواهدو له مخې، دُرّي افندي د دې خبرې لپاره تر خپل راپور شاته کوم مشخص شخص یا کتاب نه یادوي، بلکې دا یې د ایران د حالاتو د مشاهدې، سفارتي اړیکو او مأموریتي معلوماتو په چوکاټ کې راوړي دي. دا ټکی ځکه مهم دی چې دُرّي افندي یوازې تشریفاتي سفیر نه و؛ بلکې د صفوي دولت د کمزورۍ، د ایران د داخلي وضعیت او د سیمې د سیاسي حالت د ارزونې مأموریت هم ورسپارل شوی و.

ما په خپله لیکنه «ذکر سکه میرویس در گزارشات دولت عثمانی» کې پر دوو مهمو عثماني مسیرونو اتکا کړې وه. لومړی مسیر دُرّي احمد افندي دی، چې وروسته محمد حبیب ساچمالي هم په خپله دکتورا رساله کې ورته اشاره کړې ده. ساچمالي د میرویس خان د سکې او خطبې موضوع د تاریخ راشد او د دُرّي افندي د سفارتي راپور په رڼا کې څېړي. له همدې امله، د ساچمالي نقل هم په نهایت کې دُرّي احمد افندي ته رسېږي. توپیر دا دی چې زموږ په کورنیو لیکنو کې تر ډېره دا سلسله په بشپړ وضاحت نه وه روښانه شوې، حال دا چې د روایت د اعتبار د ارزونې لپاره د نقل د همدې سلسلې پېژندل ډېر مهم دي.

دوهم مسیر د اورهان یازیجي له لیکنې سلسله ده. اورهان یازیجي د میرویس خان هوتک د سکې د وهلو خبره په خپله لیکنه کې د بدرالدین‌زاده میرلیوا علي بېګ د عثماني استخباراتي راپور Kaa’ime: H.1117–1135 / 1705–1723 په حواله راوړي. د یازیجي د نقل سلسله داسې ده: اورهان یازیجي ← بدرالدین‌زاده میرلیوا علي بېګ، Kaa’ime ← د عثماني سرحدي استخباراتي راپور په حواله راوړې ده. په همدې نقل کې علي بېګ تر خپل راپور شاته کوم مشخص شخص یا کتاب نه یادوي، بلکې دا معلومات د خپل استخباراتي راپور د یوې برخې په توګه وړاندې کوي.

بدرالدین‌زاده میرلیوا علي بېګ د کَرس/زاروشاد د سرحدي سیمې عثماني مأمور، میرلیوا او استخباراتي راپور ورکوونکی و. هغه د ۱۷۲۲م کال په مني کې د ایران، قفقاز، داغستان، شېروان، روسي خطر او افغان واکمنۍ په اړه خپل Kaa’ime راپور صدر اعظم ابراهیم پاشا ته وړاندې کړ. نوموړی د دُرّي احمد افندي معاصر و، خو د مأموریت ساحه یې له دُرّي سره توپیر درلود: دُرّي افندي د ایران دربار ته رسمي سفیر و؛ خو بدرالدین‌زاده علي بېګ د عثماني ختیځ سرحد له کَرس/زاروشاد څخه د ایران، قفقاز او سرحدي بدلونونو استخباراتي څارونکی و. له همدې امله ویلای شو چې د میرویس خان د سکې په اړه دویم مهم مسیر هم د عثماني دولت له منابعو څخه راځي؛ خو دا مسیر د دُرّي افندي له سفارت‌نامې جلا او مستقل عثماني استخباراتي مأخذ دی.

بل اروپايي شاهد جوناس هانوي دی. هانوي په خپل کتاب The Revolutions of Persia، چاپ لندن، ۱۷۵۳م، کې د میرویس خان هوتک د ژوند او سیاسي مبارزو په بحث کې د هغه د سکې یادونه کوي. هغه لیکي چې میرویس د پاچاهۍ لقب غوره کړ، خطبه یې په خپل نوم وکړه او د خپلواکۍ نورې نښې یې ځان ته منسوبې کړې؛ بیا د سکې پر شاوخوا د فارسي بیت معنا راوړي. خو په دې ځای کې هانوي د خپل نقل لپاره کوم صریح مأخذ، کتاب یا شخص نه یادوي. د هغه د اثر په ځینو ځایونو کې د عثماني/ترکي راپورونو او د صفوي سقوط د معاصرو اروپايي روایتونو نښې لیدل کېږي، خو د میرویس د سکې لپاره یې مشخصه سرچینه نه ده روښانه کړې. له همدې امله، هانوي باید د احتیاط له مخې د سکې د روایت یو موازي اروپايي شاهد وګڼل شي، نه د دُرّي افندي یا بدرالدین‌زاده علي بېګ د صریح عثماني سلسلې برخه.

له دې ټولې څېړنې څخه ښکاري چې د میرویس نیکه د سکې روایت یوازې د وروستیو افغان لیکوالانو یو بې‌ریښه ادعا نه ده؛ بلکې تر شا یې څو تاریخي مسیرونه شته. یو مسیر له معصوم هوتک، خلیل‌الله خلیلي او عباس العزاوي څخه تېرېږي او تاریخ راشد ته رسېږي، چې په نهایت کې د دُرّي احمد افندي د ایران سفارتي راپور ته منسوب دی. بل مسیر د اورهان یازیجي له لارې بدرالدین‌زاده میرلیوا علي بېګ او د هغه عثماني استخباراتي راپور Kaa’ime ته رسېږي. درېیم مسیر د جوناس هانوي اروپايي روایت دی، چې د سکې یادونه کوي، خو خپل دقیق مأخذ نه څرګندوي.

پایله دا ده چې د میرویس خان هوتک د سکې د وهلو روایت، تر هغه ځایه چې د معلومو او مستندو نقلونو سلسله یې تعقیبېږي، د عثماني امپراتورۍ په سفارتي او استخباراتي منابعو کې ریښه لري. دُرّي احمد افندي د عثماني دولت سفیر و، تاریخ راشد د عثماني رسمي وقایع‌نگار اثر دی. بدرالدین‌زاده میرلیوا علي بېګ د عثماني سرحدي استخباراتي مأمور و او عباس العزاوي هم خپل عربي نقل د تاریخ راشد په حواله راوړی دی. له همدې امله، د هغو لیکنو او آثارو بنسټیز مراجع چې د میرویس نیکه د سکې خبره یې په صریح سندي سلسله راوړې، د عثماني دولت منابع دي. البته تر اوسه د دې سکې فزیکي نمونه، موزیمي ثبت، عکس، وزن، قطر او نومیسماټیک کتالوګي معلومات په لاس کې نشته، نو علمي احتیاط دا ایجابوي چې ووایو: د تاریخي روایت له مخې، میرویس خان سکه او خطبه په خپل نوم کړې وه، خو د سکې مادي نمونه لا تر اوسه په نومیسماټیک ډول نه ده تثبیت شوې.

منابع

۱. معصوم هوتک، «د میرویس نیکه په نامه وهل سوې سکه».

۲. خلیل‌الله خلیلي، «سکه میرویس نیا»، ژوندون مجله، ۱۱ جوزا ۱۳۵۳هـ ش، مخ ۱۹.

۳. عباس العزاوي، تاریخ العراق بین احتلالین، جلد پنجم، د «حوادث الافغان» برخه.

۴. رأشد محمد افندي، Târîh-i Râşid ve Zeyli، د دُرّي افندي د راستنېدو او «Takrîr-i Elçi-i müşârün-ileyh» برخه.

۵. احمد دُرّي افندي، ایران سفارت‌نامه / İran Sefaretnamesi.

۶. Muhammet Habib Saçmalı, Sunni-Shiite Political Relations in the First Half of the Eighteenth Century and Early Modern Ottoman Universal Caliphate, PhD Dissertation, University of California, Davis, 2021.

۷. Orhan Yazıcı, “Safevî Hanedanlığı’nın Çöküşünde Afgan Aşiretlerinin Rolü.”

۸. Bedreddînzâde Mirliva Ali Beğ, Kaa’ime: H.1117–1135 / 1705–1723.

۹. Jonas Hanway, The Revolutions of Persia, London, 1753.

۱۰. د ترکیې اسلامي دایرةالمعارف، د Râşid Mehmed Efendi او Dürrî Ahmed Efendi مادې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه