د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د چین د شینګدائو نړیوال نندارتون له مرکز سره یې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ د خونې د معلوماتو له مخې، د دې هوکړې پر بنسټ به چینايي تولیدوونکي او د صنعتي ماشینونو جوړوونکي د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او خپل تولیدات او صنعتي وسایل به نندارې ته وړاندې کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د دې هوکړې اساسي موخه د افغانستان او چین د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو پراخول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا ده.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې په وینا، دا ډول ګډې هڅې کولی شي د سوداګرۍ د ودې، د تجربو د تبادلې او د خصوصي سکټور د همکاریو د پراخېدو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي.


