یکشنبه, جولای 12, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران: د امریکا په بریدونو کې مهم پلونه په نښه شوي

ایران: د امریکا په بریدونو کې مهم پلونه په نښه شوي

د ایران دولتي او سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري آژانس خبر ورکړی چې د امریکا په وروستیو هوايي بریدونو کې د ګلستان ایالت د رېل پټلۍ څو پلونه په نښه شوي دي.

د راپور له مخې، د آق‌تکه‌خان د رېل پټلۍ پل هم زیانمن شوی، چې د ایران، روسیې او چین ترمنځ د سوداګریزو لېږدونو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

سپاه پاسداران هم ویلي چې د مشهد او تهران ترمنځ د اورګاډي پر مسیر دوه پلونه په بریدونو کې هدف ګرځېدلي دي. په همدې ورځ د ایران پخوانی مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌اي په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي.

د ایران دولتي ایرنا خبري آژانس د اورګاډي د تګ راتګ د خدماتو د ځنډ خبر ورکړی، خو دا یې نه دي روښانه کړي چې د پلونو زیان به د جنازې مراسمو ته د خلکو پر تګ راتګ څه اغېز ولري.

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د ملکي زیربناوو په نښه کول د نړیوالو قوانینو له مخې «جنګي جرم» ګڼل کېږي. وزارت په خپله اعلامیه کې د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د مشهد پر لور د رېل پټلۍ پر پلونو بریدونه هم غندلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه