دوشنبه, جولای 13, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د اېبولا د پېښو شمېر ۱۵۰۲ ته...

د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د اېبولا د پېښو شمېر ۱۵۰۲ ته ورسېد

د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت د روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په هېواد کې د اېبولا ویروس د تایید شویو ناروغانو شمېر ۱۵۰۲ ته لوړ شوی دی. د چارواکو په وینا، د دغې ناروغۍ له امله تر اوسه ۴۷۳ کسان مړه شوي دي.

د راپور له مخې، د اېبولا ډېری پېښې د هېواد په ختیځو ولایتونو، ایتوري، شمالي کیوو او سوېلي کیوو کې ثبت شوې دي، او روغتیايي ادارې هڅه کوي چې د ناروغۍ د لا پراخېدو مخه ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د دې خپرې شوې ناروغۍ لامل د «بونډیبوګیو» په نوم د اېبولا ځانګړې بڼه ده. د یاد سازمان په وینا، د دې ډول ویروس لپاره تر اوسه کوم رسمي منظور شوی واکسین نشته، له همدې امله یې کنټرول د پخوانیو اېبولا خپرېدو په پرتله ډېر ستونزمن ګڼل کېږي.

د ناروغۍ د درملنې او مهارولو لپاره په اغېزمنو سیمو کې د دوو نويو ویروس ضد درملو بیړنۍ کلینیکي ازموینې پیل شوې دي. روغتیايي چارواکي هیله لري چې د دغو ازموینو پایلې به د ناروغانو په درملنه او د مړینې د کچې په راکمولو کې مرسته وکړي.

بل لور ته، روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د سرحدي تګ راتګ له امله ګاونډي هېواد یوګانډا ته د ویروس د لېږد خطر لا هم جدي دی، خو دواړه هېوادونه او نړیوالې روغتیايي ادارې د ناروغۍ د څارنې، د ناروغانو د موندنې او د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګډ اقدامات روان ساتي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه