د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ترکيې د رسمي بلنې په ترڅ کې د دوه اړخيز سفر لپاره استانبول ته رسېدلی دی.
د پاکستان حکومت د خبر له مخې، ټاکل شوې چې لومړی وزير د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وګوري. دواړه مشران به د پاکستان او ترکيې ترمنځ د اړيکو پر بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا په اړه خبرې اترې وکړي.
د راپور له مخې، په دې ليدنه کې به د سيمې د امنيتي وضعيت، ثبات او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو اړوند موضوعاتو په اړه هم د نظرونو تبادله وشي.
د لومړي وزير په ملګرتيا کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او مرستيال لومړی وزير محمد اسحاق ډار او د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ هم شامل دي.
ټاکل شوې چې شهباز شريف د خپل سفر پر مهال د پاکستان په کوربهتوب د سوداګرۍ په يوه غونډه کې هم ګډون وکړي او ګډونوالو ته وينا واوروي.


