یکشنبه, جون 28, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد یوه افغان کډوال درد؛ له یوې پولې تر بلې د بې‌وسۍ...

د یوه افغان کډوال درد؛ له یوې پولې تر بلې د بې‌وسۍ سفر

لیکوال: داود جبارخیل

نن مې له یوه افغان ورور سره ولیدل. د هغه په څېره کې د کلونو ستړیا، درد او د ژوند د سختو تجربو نښې ښکاره وې. ما ترې وپوښتل:

«ولې له افغانستان څخه بېرته راګرځې؟ څه ستونزه ده؟»

هغه څو شېبې چوپ پاتې شو، سترګې یې ښکته کړې او په مات غږ یې وویل:

«موږ کلونه په پاکستان کې کډوال وو. هلته مو د پردیو په نوم ژوند وکړ، خو بیا هم مو د کار، مزدورۍ او خپلو کورنیو د ساتلو لپاره هره ستونزه وزغمله. زموږ ماشومان هلته لوی شول، زموږ خولې او لاسونه د هماغې خاورې په کارونو ستړي شول، خو بیا هم موږ د تل لپاره خپل نه ګڼل کېدو.»

هغه لږ تم شو او بیا یې وویل:

«اوس له پاکستان څخه هم بېرته را وشړل شوو. موږ فکر کاوه چې خپل وطن ته چې راشو، نو خپل خلک به مو هرکلی وکړي، خو دلته هم ځینې کسان موږ ته وايي: مهاجر، مهاجر… او داسې چلند راسره کوي لکه موږ چې پردي یو. موږ نور چیرته ولاړ شو؟»

هغه په دردمن غږ وویل:

«نه پاکستان موږ ته د پاتې کېدو ځای راکړ، نه موږ په خپل وطن کې د ارام ژوند احساس کوو. موږ یوازې دومره غواړو چې زموږ ماشومان په امن کې لوی شي، موږ د کار کولو فرصت ولرو او د انسان په سترګه راته وکتل شي.»

د هغه خبرې یوازې د یوه کس کیسه نه وه؛ دا د زرګونو افغان کورنیو د زړه چیغه ده چې کلونه یې په کډوالۍ کې تېر کړي، خپل کورونه، شتمنۍ او د ژوند ډېرې هیلې یې له لاسه ورکړې دي.

کډوال انسانان د خپلې خوښې له مخې خپل کورونه نه پرېږدي. جګړې، بې‌وزلي، ناامني او سخت شرایط ډېر خلک دې ته اړ کوي چې د امن په لټه کې د پردیو دروازو ته ولاړ شي.

د یوه انسان د کډوالۍ له امله سپکاوی کول، ملنډې وهل او د هغه درد له پامه غورځول د انسانیت له روحیې سره سمون نه لري. هر انسان د عزت، درناوي او خوندي ژوند حق لري؛ که هغه په خپل وطن کې وي او که په بل هېواد کې.

د افغان کډوالو کیسه یوازې د سرحدونو کیسه نه ده؛ دا د میندو د اوښکو، د ماشومانو د نیمګړو خوبونو او د هغو پلرونو د خولو کیسه ده چې یوازې غواړي خپلو کورنیو ته یو عادي او باعزته ژوند برابر کړي.

هیله ده یوه ورځ داسې راشي چې هېڅ افغان د بې‌ځایه کېدو، سپکاوي او بې‌وسۍ له امله د خپل ځای پوښتنه ونه کړي، او هر انسان وکولای شي په امن، عزت او خپلواکۍ سره ژوند وکړي.

دا یوازې د یو کس کیسه نه ده، بلکې د زرګونو کورنیو د بې وسۍ غږ دی. هر انسان د عزت، درناوي او خوندي ژوند حق لري. توپیرونه خپل ځای لري، مګر د هیچا مجبوریت یا مهاجرت باید ملنډې ونه وهل شي. الله تعالی دې په ټولو بې کوره او مجبورو خلکو رحم وکړي او د ټولو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. امین

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه