د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په ایران کې د توغندیو مرکزونه، د پوځي څارنې تاسیسات، مخابراتي شبکې، د هوايي دفاع سیستمونه او د بېپیلوټه الوتکو اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که ایران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به لا سخت اقدامات ترسره کړي.
ټرمپ زیاته کړې، ښايي داسې وخت راشي چې نور د زغم فرصت پاتې نه شي او امریکا اړه شي خپل پوځي عملیات پراخ او بشپړ کړي.
هغه ویلي، که وضعیت همداسې دوام ومومي، ایران به له سختو او پراخو پایلو سره مخ شي.
تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


