د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې د ایران پر خاوره د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په کویټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
د سپاه پاسداران په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کویټ په علي السالم هوايي اډه او د بحرین په پورټ سلمان کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ قوماندانۍ په ګډون اته مهمې پوځي اډې یې په نښه کړې دي. دغه ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.
سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې که د دوی پر وړاندې هر ډول نوی برید وشي، نو ایران به یې «سخت او پرېکنده» ځواب ورکړي.
دا پرمختګ داسې مهال رامنځته شوی چې ایران او امریکا دواړه یو بل د نازکې اوربند د ماتولو په تور تورنوي، او دا وضعیت په سیمه کې د سولې روانې هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د راپور له مخې، د جون میاشتې په منځ کې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم یوه یادداشت لاسلیک شوی و. په دې هوکړه کې دواړو لورو ژمنه کړې وه چې د یو بل پر ضد به پوځي عملیات نه پیلوي او د زور له کارولو او ګواښونو به ډډه کوي.
خو د راپور له مخې، وروسته له هغه کړکېچ یو ځل بیا زیات شو چې امریکايي ځواکونو د شنبې په ورځ د دوهمې پرلهپسې ورځې لپاره د ایران پر ځینو سیمو بریدونه وکړل. واشنګټن ویلي، دا بریدونه د هرمز تنګي کې پر یوه سوداګریز نفت وړونکي بېړۍ د ایران د ادعا شوي برید په ځواب کې ترسره شوي دي.
د یاد تفاهم له مخې، ایران منلې وه چې د ۶۰ ورځو لپاره به د خلیج له سیمې څخه تر عمان سمندر پورې سوداګریزو بېړیو ته خوندي تګ راتګ تضمینوي.
بلخوا، سپاه پاسداران ویلي چې د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د کنټرول لپاره یې نوي اقدامات کړي او له مقرراتو څخه د سرغړوونکو بېړیو پر وړاندې به سخت چلند وکړي.
ایران تر دې مخکې هم اعلان کړی و چې د دوی له اجازې پرته به هېڅ بېړۍ د هرمز له تنګي څخه تېرېدو ته اجازه ونه لري. له دې وروسته عمان د بدیل سمندري مسیر یادونه کړې وه. د ایران په وینا، اوس مهال یوازې هغو بېړیو ته د تګ اجازه ورکول کېږي چې د ایران د ساحلي دهلېز له لارې تېرېږي.


