راپور: داود جبارخیل
د «دي نیکسټ سنچري» بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته هم افغانستان د نړۍ له سختو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي، خو د غزې، اوکراین او نورو نړیوالو شخړو له امله د افغانستان وضعیت د نړیوالو پام کې تر ډېره شاته پاتې شوی دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې نږدې ۱۳.۸ میلیونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي. دغه راپور زیاتوي چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.
د مرستو د کمېدو او د بودجې د کمښت له امله د روغتیايي خدمتونو وضعیت هم خراب شوی دی. راپور وایي چې یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې خدمات محدود شوي، چې له امله یې ښځې، ماشومان او بېوزله کورنۍ تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي.
د بشري حقونو او مرستندویه بنسټونو په وینا، د افغانستان اقتصادي کمزوري، بېکاري، د عایداتو کموالی او د روغتیا او زده کړو محدود لاسرسی د خلکو ستونزې لا زیاتې کړې دي.
«دي نیکسټ سنچري» له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان یوازې پرې نه ږدي، بشري مرستې زیاتې کړي او د افغانانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپل ملاتړ دوامدار وساتي.
د چارو شنونکي وایي، که نړیوال تمرکز او مرستې کمې پاتې شي، نو د افغانستان بشري بحران ښايي لا پراخ شي او تر ټولو زیانمن قشرونه به یې ښځې، ماشومان او بېوزله کورنۍ وي.


