شنبه, جون 27, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزي د پارلمان د سپیکر پر چلند نیوکه وکړه

محمود خان اڅکزي د پارلمان د سپیکر پر چلند نیوکه وکړه

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ملي اسمبلۍ په غونډه کې د سپیکر پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې سپیکر د جرګې د ساتونکي په توګه باید بې پرې پاتې شي، نه دا چې د سیاسي سیال په څېر څرګندونې وکړي.

اڅکزي وویل، د ده د وینا ځینې برخې سانسور شوې او وروسته د ملي اسمبلۍ پر فېسبوک پاڼه یوازې سمون شوې نسخه خپره شوه، په داسې حال کې چې د ده په وینا نور مهم موضوعات ترې لرې شوي وو.

هغه د قرآن کریم د دوو آیتونو ژباړې ولوستې او ټینګار یې وکړ چې د هر خبر له منلو مخکې باید تحقیق وشي او د نېکۍ او تقوا په چارو کې باید له یو بل سره همکاري وشي، نه د ظلم او ګناه په کارونو کې.

محمود خان اڅکزي وویل، که حکومت د خلکو او هېواد د ګټې لپاره کار وکړي، دوی به یې ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان په اړه باید د ګاونډیتوب حقیقت ومنل شي، ځکه ګاونډیان نه بدلېږي او پاکستان باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

هغه د پخواني سناتور مشاهد حسین سید یوه پخوانۍ خبره هم یاده کړه او ویې ویل، که افغانستان ته د پاکستان د پنځم ولایت په سترګه وکتل شي، نو دوی به یې مخالفت وکړي، ځکه افغانستان یو خپلواک هېواد دی.

اڅکزي دا هم وویل چې د ده ګوند د قانون واکمنۍ، خپلواکې عدلیې او ازادو رسنیو ملاتړ کوي. هغه له حکومته وغوښتل چې په زندانونو کې بند کسان، په ځانګړي ډول ځوانان او زاړه بندیان، خوشې کړي او ویې ویل چې دا ډول ګامونه به د هېواد په ګټه وي.

هغه د خپلې وینا په پای کې وویل، ټول سیاسي ځواکونه باید د هېواد د ښه راتلونکي لپاره ګډ کار وکړي، خو خبرداری یې ورکړ چې د اختلاف غږ باید ونه ځپل شي او د پارلمان دننه باید د ټولو استازو نظرونو ته درناوی وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه