دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعبدالباري جهاني: د نجونو پر احتجاج ډزې او د واک انحصار هېواد...

عبدالباري جهاني: د نجونو پر احتجاج ډزې او د واک انحصار هېواد د ناورين پر لور بیايي

عبدالباري جهاني د افغانستان اسلامي امارت مشرانو ته خپل پنځم پرانیستي لیک لیکلي

عبدالباري جهاني د افغانستان اسلامي امارت مشرانو ته په خپل پنځم پرانیستي لیک کې د ښځو پر وړاندې د وروستیو اقداماتو، د نجونو د زده کړو بندیز، د واک انحصار او د سیاسي مخالفو غږونو د ځپلو په اړه سختې نیوکې کړې دي.

هغه ویلي، د هرات د ښځو او نجونو پر سوله‌ییزو اعتراضونو د ډزو پېښه د اسلامي، بشري او افغاني اصولو خلاف عمل دی او زیاته کړې یې ده چې افغانان او تاریخ به دغه چلند هېر نه کړي.

جهاني ادعا کړې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړل کېدو له امله افغانستان لسګونه کاله شاته تللی او د ښځو د زده کړو او کار محدودیتونه د هېواد راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

نوموړي په لیک کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر کړنو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو نیول، ځورول او په زور موټرو ته پورته کول د افغاني ارزښتونو او ټولنیزو اصولو خلاف دي.

هغه همداراز ادعا کړې چې په حکومتي جوړښت کې واک د یوې محدودې ډلې په لاس کې متمرکز شوی او شیعه‌ګان، تاجکان، ازبکان، ترکمنان او نور قومونه له سیاسي مشارکته محروم پاتې دي.

جهاني خبرداری ورکړی چې د جبر او زور له لارې د خلکو غوښتنې نه شي مهارېدای او که اوسني سیاستونه دوام وکړي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت او مخالفت غږونه پیاوړي کېدای شي.

هغه زیاته کړې چې د نجونو د زده کړو بندیز، د خلکو اعتراضونو ته په زور ځواب ورکول او د سیاسي حقونو محدودول به د ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو د پراخېدو لامل شي.

عبدالباري جهاني د خپل لیک په پای کې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي، د جبر پر ځای د تفاهم لاره خپله کړي او د هغو تګلارو له دوام څخه ډډه وکړي چې د ده په وینا هېواد د لا ژور بحران پر لور بیايي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه