دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ایران او امریکا د سولې د هوکړې اعلان؛ د تفاهم رسمي...

د ایران او امریکا د سولې د هوکړې اعلان؛ د تفاهم رسمي لاسلیک به په ۱۹ نېټه ترسره شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې پر یوه هوکړه توافق شوی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې پر یوه هوکړه توافق شوی، چې له مخې یې دواړو هېوادونو په لبنان او نورو اړوندو سیمو کې د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي درولو اعلان کړی دی.

د نوموړي په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دغه توافق پخلی کړی او د سولې د هوکړې هرکلی یې کړی دی.

شهباز شریف د سولې په هڅو کې د سعودي عربستان او ترکیې د رول ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغو هېوادونو د منځګړیتوب او تفاهم د رامنځته کولو لپاره مهمې هڅې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې د هوکړې له اعلان وروسته به د منځګړو هېوادونو له لوري روانه اوونۍ څو غونډې ترسره شي، څو د تخنیکي خبرو اترو او د رسمي لاسلیک مراسمو لپاره زمینه برابره شي.

بلخوا، د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب‌آبادي ویلي چې د اوږدو مذاکراتو په بهیر کې پاکستان او قطر د منځګړیتوب رول درلود. د هغه په وینا، د قطر یو پلاوی ایران ته تللی و او شاوخوا ۱۵ ساعته خبرې اترې ترسره شوې دي.

غریب‌آبادي ویلي چې د تفاهم پر یادښت تر هغه وخته موافقه ونه شوه، څو د دواړو لورو وروستي شرایط او غوښتنې په متن کې شاملې نه شوې. د نوموړي په خبره، د یاد تفاهم وروستی متن بشپړ شوی او ټاکل شوې د جمعې په ورځ په سویس کې د دواړو لورو له خوا لاسلیک شي.

هغه ویلي چې له دې هوکړې وروسته د جګړو او پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو ترڅنګ د بحري محدودیتونو د ختمېدو تمه هم شته، او ایران به خپلې ژمنې د رسمي لاسلیک له نېټې وروسته عملي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دغه تفاهم د ډیپلوماتیکو هڅو، پوځي اقداماتو او د خلکو د ملاتړ ګډه پایله بللې او ویلي یې دي چې د هوکړې بشپړ جزئیات به وروسته له خلکو سره شریک شي.

د هغه په وینا، د هوکړې له لاسلیک وروسته به د ایران او امریکا ترمنځ ۶۰ ورځنۍ خبرې اترې پیل شي، چې پکې به د بندیزونو لرې کول، اټومي موضوع، اقتصادي همکاریو او د هوکړې د عملي کېدو د څار میکانېزم په څېر موضوعات شامل وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه