راپور: داودجبارخیل
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل وروستي نړیوال راپور کې ویلي چې د نړۍ ډېری کډوال او بېځایه شوي کسان لا هم د غربت، بېکارۍ او اوږدمهاله بېثباتۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي. راپور ښيي چې که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د میلیونونو کسانو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی، خو د هغوی ډېری لا هم له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.
د راپور له مخې، تېر کال شاوخوا ۱۴.۷ میلیونه کسان خپلو اصلي سیمو او هېوادونو ته ستانه شوي دي. په دغو کې ۴.۴ میلیونه بهرني کډوال او ۱۰.۳ میلیونه کورني بېځایه شوي کسان شامل دي. ملګري ملتونه وايي، د کډوالو د ستنېدو دا کچه په تېرو شپېتو کلونو کې دوهمه لوړه شمېره ده.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۵.۴ میلیونه نور کسان د جګړو، ناامنۍ، تاوتریخوالي او بشري حقونو د سرغړونو له امله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو یا هېوادونو ته پناه یوسي. په همدې حال کې افغانستان، سوریه او سوډان هغه هېوادونه دي چې د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پکې د پام وړ زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د نړۍ نږدې ۷۰ سلنه کډوال له کلونو راهیسې د جلاوطنۍ ژوند تېروي او ډېری یې د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي. د دغو کسانو لپاره بېځایه کېدل یوازې لنډمهاله ستونزه نه، بلکې د ژوند یوه اوږدمهاله تراژیدي ګرځېدلې ده.
د افغان کډوالو ستونزمن وضعی
راپور کې د افغان کډوالو وضعیت ته هم ځانګړې اشاره شوې ده. په وروستیو کلونو کې زرګونه افغانان له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي، خو د کار، سرپناه، روغتیايي خدماتو او زدهکړو د محدودو امکاناتو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
ډېری راستنېدونکي افغانان وایي چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته داسې هېواد ته ستانه شوي چې هلته د ژوند د پیل لپاره کافي امکانات نه لري. ګڼ شمېر کورنۍ د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د مرستو د کمښت له امله د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.
یو شمېر افغان کډوال چې له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي، وايي:
“موږ کلونه مهاجر وو، خو اوس چې بېرته هېواد ته راغلي یو، نه کار شته، نه کور او نه هم د ژوند لومړني امکانات. له نړیوالو بنسټونو غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي.”
د ځانبساینې اړتیا
د UNHCR عالي کمېشنر برهم صالح ویلي چې یوازې بشري مرستې د کډوالو ستونزې نه شي حل کولای. د هغه په وینا، کډوال باید د زدهکړو، کار، روغتیايي خدمتونو او مالي فرصتونو ته لاسرسی ولري څو وکولای شي پر خپلو پښو ودرېږي او له اوږدمهاله مرستو څخه بېنیازه شي.
هغه زیاته کړې چې د نړۍ حکومتونه، مرستندویه ادارې، خصوصي سکټور او مدني ټولنې باید په ګډه کار وکړي څو کډوالو ته د باعزته ژوند زمینه برابره شي.
د راتلونکو لسو کلونو هدف
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په راتلونکو لسو کلونو کې به هڅه وکړي د هغو کډوالو شمېر تر نیمايي راکم کړي چې له کلونو راهیسې د جلاوطنۍ ژوند تېروي. د دې هدف لپاره د کډوالو رضاکارانه ستنېدل، په نورو هېوادونو کې د مېشتېدو فرصتونه، د بشري ویزو زیاتول او د اقتصادي ځانبساینې پروګرامونه مهم بلل شوي دي.
کارپوهان وايي، تر هغو چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې امنیت، اقتصادي ثبات او د کار فرصتونه رامنځته نه شي، د میلیونونو کډوالو ستونزې به په بشپړه توګه حل نه شي او هغوی به لا هم د غربت او بېوزلۍ له ګواښ سره مخ پاتې وي.


