لیکنه: داودجبارخیل
بې وسۍ او غربت څپو وهلی ماشومان څوک دي؟ چې سهارنه تر ماښام پوری او د اوړۍ ژمۍ په موسمو کې دخپل رزق په لټون کې پهلارو کوڅو په ډیرانو کې لو څي پښې ګرځی کباړ غونډوی دغه بل څوک ندي زمونږ د اتلو پښتنو ماشومان دي، دنورو هیوادونو ماشومانو سهار وختی مکتب ته ځي.
خو زمونږ د بۍ وسه ماشومانو لوڅي پښې سهار د رزق په لټه کې د کور څخه په کباړ غونډولو پسی ځي۰ او بیا ځینی نور په ورکشاپو او دوکانو کې هر سهار نه تر ماښامه پوري سخت کارونو کوي، ماته پته ده دوي زه پيژنم دا زمونږ دافغان شهید بچی دی دوی د خپل شهید پلار ارمان کوي خپل بابا جان غواړي دوی درباب تارونه ما چیړلی دوی د غربت سندري وائې او په غربت کې ژوند کوي دوي د سبا ژوند په لاس کې کتب او قلم غواړي دخپلو خوبونو نوې ژوند غواړي نه نور جنګ یقنآ دغه زمونږ مستفبل جوړوی که زمونږ نوی ولسمشر اشرف غنی ورته پام وکړي دغه نن د پښتنو د اتلو بچی سبا ته د پښتنو یو ځواک جوړوي او دملت مټی دي دهیواد په روان حالات کې ستر رول لوبولی شې که دغو بۍ وسۍ غربت وهلو ماشومانو ته څوک کتاب او قلم په لاس کې ورکړي که د غربت او بۍ وسۍ دغه ناورین کې دغه ماشومانو پاتی شې دوی هیواد لپاره یو ستر خنډ جوړیدلی شې ځکه دوي اوس غربت وهلی او هر څه د مجبورۍ او دیو مړي رزق پیدا کولو لپاره کوي دوی پوهه نلري د تعلیم څخه لیری ساتلی شوي خو بیا دغه هر څه دغربت له وجی کیږي غربت یو انسان نه بلکه یو هیواد تباه کوي پاتي خو یوه کورنۍ شو،زمونږ هیواد دنيستۍ، امنيت نشتوالي او جنګ جګړو له امله زيات شمېر ماشو مان له خپلو حقوقوبې برخې شوي په زیاتو ځایو کې په بریدو کې مو ماشومان ته مرګ ژوبله اړولې د ماشومانو د حقوقو لپاره د بشري حقونو کمېسيون تش په نوم د ماشومانو د حقوقو لپاره اواز اوجت کړي خو د پښتنو ماشومانو لپاره ئې تر او س هیڅ ندي کړي خو د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي له شپږ ميليونه زيات افغان ماشومان ښوونځي ته نه ځي او له روغتيايي اسانتياو بې برخې دي او ۱۴ ملیونه په شاقه کارونو بوخت دي د افغان کنیکشن په نوم بریتانوی خیریه موسسې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې له شویو پرمختګونو سره سره تر اوسه پورې پنځه میلیونه ماشومان ښونځي ته نه ځي او داسې اندیښنې شته، د ماشومانو دحقوقو لپاره نړېوالی اداری د ماشومانو لپاره کار ونکړي سره به دغه ماشومان همداسې بې تعلیمه پاتې شي او دغه شمیر به نوره هم ریات شې خو افسوس افسوس چرته چا د دوي په سر سر دمنیی لاس کنیښود؟ چا ددوی د ژوند په رباب ګوتی کنیښودی او دا څوک دی دا دچا بچی دی ددوی مستقبل به څه وی د ملک وکداران د دوی دا حقوقو لپاره څه کولی شی دوی.


