دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه سرپل کې د ډبرو سکرو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي...

په سرپل کې د ډبرو سکرو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه برابر شوي

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت ویلي چې د سرپل ولایت په کانونو کې یې د ډبرو سکرو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت ویلي چې د سرپل ولایت په کانونو کې یې د ډبرو سکرو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي او د سوداګرو او صنعتکارانو د اسانتیا لپاره یې اداري او عملي خدمتونه پراخ کړي دي.

د افغانستان د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي ارغندیوال ویلي چې د کانونو او انرژۍ سکټور د ملاتړ د پروګرامونو په چوکاټ کې سوداګرو او صنعتکارانو ته بلنه ورکول شوې چې د سرپل ولایت له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي.

هغه زیاته کړې چې د سرپل ډبرسکاره د ارزانه او باوري انرژۍ سرچینه ده او کولای شي په کورنیو او سیمه‌ییزو بازارونو کې د سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو د ګټورتیا په ساتلو کې مهم رول ولوبوي.

د نوموړي په وینا، د کارونو د چټکتیا او د غیر ضروري ځنډونو د مخنیوي لپاره د ډبرو سکرو د سپارلو او بارولو په ټولو پړاوونو کې پراخې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت ټینګار کړی چې دغه ګامونه د اداري خنډونو د کمولو، د ډبرو سکرو د لېږد بهیر د اسانه کولو او د هېواد د اقتصادي سکټور له فعالانو د ملاتړ په موخه اخیستل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه