دوشنبه, جون 15, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خیبر پښتونخوا په «کرک» کې پر پولیسو وسله‌وال برید؛ اته پوليس...

د خیبر پښتونخوا په «کرک» کې پر پولیسو وسله‌وال برید؛ اته پوليس ټپیان شوي دي

د کرک ولسوالۍ په درګه شهیدان سیمه کې د پولیسو پر یوې ډلې د وسله‌والو برید له امله اته پولیس ټپیان شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په کرک ولسوالۍ په درګه شهیدان سیمه کې د پولیسو پر یوې ډلې د وسله‌والو برید له امله لږ تر لږه اته پولیس ټپیان شوي دي.

د کرک ولسوالۍ د پولیسو ویاند شوکت خان ویلي، برید هغه مهال وشو چې د سیمه‌ییزو پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) ګډ ځواک په غرنیو سیمو کې د لټون او تصفیوي عملیاتو بوخت و.

د نوموړي په وینا، وسله‌والو له یوې لوړې غونډۍ څخه پر امنیتي ځواکونو د پرمختللو وسلو په وسیله ډزې وکړې چې له امله یې اته پولیس ټپیان شول. ټپیان سمدستي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

پولیسو ویلي چې په نښته کې د بریدګرو څو کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، خو د دې ادعا خپلواکه تایید لا نه دی شوی.

تر برید وروسته د کرک د پولیسو مشر عمران خان په مشرۍ اضافي ځواک سیمې ته رسېدلی او د لټون پراخ عملیات یې پیل کړي دي. چارواکي وايي چې د سیمې د بشپړې تصفیې او د پاتې وسله‌والو د موندلو هڅې روانې دي.

د امنیتي تدابیرو د سختولو ترڅنګ، د ولسوالۍ پر ورودي او وتونکو لارو هم امنیتي پلټنې زیاتې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه