چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوست کې د پاکستاني ځواکونو د بمبارۍ له امله ۱۳ ملکي وګړي...

خوست کې د پاکستاني ځواکونو د بمبارۍ له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

ذبیح الله مجاهد، وایي چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر افغان خاوره بمباري کړې ده.

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، وایي چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر افغان خاوره بمباري کړې ده.

د نوموړي په وینا، د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د مڼې کلي د بابري سیمې په یوه استوګنیز کور د شپې شاوخوا ۱۲:۲۰ بجې بم لګېدلی، چې له امله یې یوه ښځه، ۱۱ ماشومان او یو سپین‌ږیری وژل شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې په دې پېښه کې ۱۲ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت دغه برید غندلی او هغه یې د ملکي وګړو پر وړاندې د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف عمل بللی دی. تر اوسه پاکستاني چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه