د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي ایران ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له اړوندو چارواکو سره د ترانسپورتي او زیربنايي پروژو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د هرات ـ مزارشریف د اورګاډي پټلۍ د ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پروژې پر بېلابېلو تخنیکي او مالي اړخونو هر اړخیز بحث شوی دی.
دواړو لورو د پروژې تخنیکي ځانګړنې، د عملي کېدو پړاوونه، مالي جوړښت، اټکلي لګښتونه او د افغان او ایراني شرکتونو د ګډون څرنګوالی ارزولی دی. همداراز د پروژې د پلي کېدو لپاره د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر پراختیا هم خبرې شوې دي.
د هرات ـ مزارشریف د اورګاډي پټلۍ پروژه د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو ترانسپورتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د هېواد لوېدیځ او شمالي سیمې سره نښلوي او د کورنیو او سیمهییزو سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د لېږد رالېږد په اسانتیا او اقتصادي ودې کې مهم رول لرلای شي.
تمه کېږي چې د دغې پروژې عملي کېدل به افغانستان د سیمې له مهمو ترانزیټي دهلېزونو سره لا نږدې وتړي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي.


