د افغانستان د اوسني حکومت د مشر د لارښوونې له مخې، په ټولو دولتي ادارو کې د سمارټ فونونو او کامرې لرونکو ګرځنده ټیلیفونونو کارول منع اعلان شوي دي.
د ترلاسه شوي حکم له مخې، د سترې محکمې د نظامي مرستیالۍ له لوري د هېواد د اتو زونونو د نظامي محکمو رئیسینو ته، د اړوندو زونونو د امنیې قوماندانانو او استخباراتي مسؤلینو په حضور کې شفاهي سپارښتنه شوې چې له دې وروسته به ټول نظامي او ملکي کارکوونکي د ځیرکو (سمارټ) ټیلیفونونو له کارولو منع وي.
په حکم کې ټینګار شوی چې له دې پرېکړې څخه سرغړونکي کسان به له جدي چلند او قانوني اقداماتو سره مخ شي.
په همدې تړاو، راپورونه وایي چې نن د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د قوماندان په ګډون د شاوخوا ۱۵ کارکوونکو سمارټ ټیلیفونونه مات او ضبط شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د سمارټ فونونو د کارولو دغه بندیز به له نن وروسته په ټولو ملکي او نظامي دولتي ادارو کې عملي او تطبیق شي.


