چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سمندرونو نړیواله ورځ؛ د بلوچستان حکومت د سمندري سرچینو د ساتنې...

د سمندرونو نړیواله ورځ؛ د بلوچستان حکومت د سمندري سرچینو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ

بګټي: د سمندري سرچینو، ساحلي چاپېریال او حیاتي تنوع ساتنه د هر وګړي ګډ مسوولیت دی او حکومت به په دې برخه کې خپل رول لا پیاوړی کړي.

د بلوچستان اعلیٰ وزیر سرفراز بګټي د سمندرونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د سمندري سرچینو، ساحلي چاپېریال او حیاتي تنوع ساتنه د هر وګړي ګډ مسوولیت دی او حکومت به په دې برخه کې خپل رول لا پیاوړی کړي.

نوموړي په خپل پیغام کې وویل چې د بلوچستان ۷۷۰ کیلومتره اوږده ساحلي کرښه د صوبې او هېواد د اقتصاد لپاره ځانګړی ارزښت لري. د ده په وینا، د کب نیونې صنعت، سوداګریز فعالیتونه او ګرځندوی تر ډېره د دې ساحلي سیمو له برکته وده کوي او زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابروي.

سرفراز بګټي زیاته کړه چې د سمندرونو ککړتیا نه یوازې سمندري ژوند له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د انسانانو پر ژوند او اقتصادي فعالیتونو هم ناوړه اغېزې پرېباسي. هغه پر ولس غږ وکړ چې د سمندرونو او ساحلي سیمو د پاک ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

د بلوچستان اعلیٰ وزیر ټینګار وکړ چې د سمندري شتمنیو او طبیعي چاپېریال ساتنه به راتلونکو نسلونو ته یو خوندي او سوکاله راتلونکی تضمین کړي. هغه له خلکو وغوښتل چې د سمندرونو د پاکوالي او ساتنې لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او د چاپېریال د خوندي کولو په ملي هڅو کې ونډه واخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه