په راولپنډۍ کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات؛ زرګونه کسان د لنډمهالي تمځای له لارې افغانستان ته ستانه کړل شول
په راولپنډۍ کې د افغان وګړو پر ضد د پولیسو د روانو عملیاتو په ترڅ کې، د ډهوک سیدان په لنډمهالي تمځای کې د مېشتو افغانانو د امنیت د خوندي کولو لپاره شاوخوا ۶۰ پولیس سرتېري، د ایلیټ ځواک د دوو ډلو په ګډون، ګومارل شوي دي.
چارواکي وایي چې تر اوسه ۶ زره او ۶۶۸ افغان وګړي راټول او د کډوالو لنډمهالي تمځای ته لېږدول شوي دي. له دې ډلې ۶ زره او ۶۴۱ تنه د حکومت له ټاکلې مودې تر پای ته رسېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د ډهوک سیدان د هلکانو د دولتي اسوسیېټ کالج په ودانۍ کې جوړ شوي تمځای د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او پولیس په درېیو بېلابېلو پړاوونو کې دندې ترسره کوي.
د تمځای ته لېږدول شویو افغانانو په ډله کې ۳ زره او ۵۴۴ نارینه، ۱ زره او ۴۲۴ ښځې او ۱ زره او ۷۰۰ ماشومان شامل وو.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۳ زره او ۵۲۵ نارینه، ۱ زره او ۴۲۱ ښځې او ۱ زره او ۶۹۵ ماشومان افغانستان ته ستانه شوي دي. اوس مهال ۲۷ کسان، چې ۱۹ نارینه، درې ښځې او پنځه ماشومان پکې شامل دي، د بېرته ستنېدو په تمه دي.
بلخوا، د اسنادو او هویت تر پلټنې وروسته ۸۱۷ افغان وګړي خوشې کړل شوي دي. په خوشې شویو کسانو کې ۴۹۷ نارینه، ۱۵۴ ښځې او ۱۸۴ ماشومان شامل دي.
چارواکي وایي چې امنیتي او قانون پلي کوونکي بنسټونه د ټولو بېرته ستنو شویو افغانانو بشپړ او منظم ریکارډ ساتي.
په ورته وخت کې، پولیسو د ګنجمنډۍ له سیمې درې افغان وګړي هم نیولي او د هویت د تصدیق او قانوني چارو د بشپړولو لپاره یې یاد تمځای ته لېږدولي دي.


