چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې ۴۸ د اوسپنې او فولادو کارخونې فعالې دي؛ هره ورځ...

افغانستان کې ۴۸ د اوسپنې او فولادو کارخونې فعالې دي؛ هره ورځ ۶ زره ټنه تولیدات کوي

افغانستان کې ۴۸ د اوسپنې او فولادو کارخونې فعالې دي او هره ورځ شاوخوا ۶ زره ټنه بېلابېل تولیدات بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان د اوسپنې او فولادو د کارخونو ټولنې ویلي، چې دا مهال په هېواد کې ۴۸ د اوسپنې او فولادو کارخونې فعالې دي او هره ورځ شاوخوا ۶ زره ټنه بېلابېل تولیدات بازار ته وړاندې کوي.

د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، د دغو کارخونو تولیدات د کورني بازار ډېره برخه اړتیاوې پوره کوي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې ترکمنستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم د فولادو او اوسپنې د محصولاتو صادرات پیل شي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان په بلخ ولایت کې اوس مهال څلور د فولادو کارخونې فعالیت لري او اته نورې کارخونې د جوړېدو په حال کې دي. د دغو نوو پروژو له بشپړېدو سره به د تولید کچه نوره هم لوړه شي او د صنعت وده به چټکه شي.

ځايي چارواکي وايي، پانګه‌والو او صنعتکارانو ته د اسانتیاوو برابرولو او ملاتړ لړۍ روانه ده، او د نوې پانګونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي. د هغوی په وینا، دا هڅې به د هېواد د صنعتي ودې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم بنسټ جوړ کړي.

کارپوهان باور لري چې د فولادو د صنعت پراختیا نه یوازې د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي، بلکې د صادراتو د زیاتوالي، د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د اقتصادي ځان‌بسیاینې په برخه کې هم مهم رول لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه