چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد موساخېلو د خبريال لالا اسرافیل وژنه؛ د رسنیو ټولنې د روڼو...

د موساخېلو د خبريال لالا اسرافیل وژنه؛ د رسنیو ټولنې د روڼو پلټنو غوښتنه وکړه

د یادونې وړ ده چې لالا اسرافيل تیره ورځ په موسا خېل ولسوالۍ په بازار کې د‌ناپیژاندو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د یادونې وړ ده چې لالا اسرافيل تیره ورځ په موسا خېل ولسوالۍ په بازار کې د‌ناپیژاندو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو.

د بلوچستان د خبريالانو ټولنې (BUJ) د موساخېلو سيمې د خصوصي ټلوېزيون خبريال لالا اسرافیل وژنه په کلکو ټکو غندلې او له حکومت څخه یې د پېښې د شفافو، بې پرې او هر اړخیزو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د ټولنې مشر منظور احمد رېند، عمومي منشي شاه حسين ترين او د اجرائيه کمېټې نورو غړو په ګډه اعلاميه کې د لالا اسرافیل پر وژل کېدو ژوره خواشيني څرګنده کړې او د هغه له کورنۍ سره یې د بشپړې خواخوږۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

اعلاميه کې د بلوچستان له اعليٰ وزير مير سرفراز بګټي او د کورنيو چارو له صوبايي وزير مير ضياءالله لانګو غوښتل شوي چې د پېښې ټول اړخونه وڅېړي، د وژنې انګېزه روښانه کړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د خبريالانو ټولنې ويلي چې په بلوچستان کې پر رسنيزو کارکوونکو پرله‌پسې بريدونه د اندېښنې وړ دي او د رسنيو په ټولنه کې یې د وېرې فضا رامنځته کړې ده. ټولنې زياته کړې چې د دې وضعيت په اړه به ډېر ژر د خپلو راتلونکو ګامونو اعلان وکړي.

د بلوچستان په ناارامه سيمو کې د خبريالانو امنيت له کلونو راهيسې يوه جدي ستونزه بلل کېږي. د بېلابېلو رسنيزو او د مطبوعاتو د آزادۍ بنسټونو د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې لسګونه خبريالان په بلوچستان کې وژل شوي او د ډېرو پېښو عاملين لا هم نه دي محاکمه شوي.

تر اوسه د لالا اسرافیل د وژنې د انګېزې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او هېڅ ډلې د دې پېښې مسؤليت نه دی منلی. چارواکو هم د پلټنو د پايلو په اړه څه نه دي ويلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه