د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ پولیس وايي، څلور پولیس سرتېري هغه مهال د ناپېژاندو وسلوالو له لوري وتښتول شول، چې نیول شوي افغان کډوال یې د قانوني چارو د بشپړولو لپاره اړوندې پولیستاڼې ته لېږدول.
د پولیسو چارواکو په وینا، یادو سرتېرو ته سپارښتنه شوې وه چې یو موټر او په کې سپاره کسان د نورو قانوني اقداماتو لپاره پولیستاڼې ته ورسوي، خو د دندې د ترسره کولو پر مهال ورسره اړیکه پرې شوه او د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې پیدا شوې.
له دې پېښې لږ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور خپور شو، چې ویل کېږي پکې یاد پولیس سرتېري او د هغوی دولتي موټر د ناپېژاندو وسلوالو په ولکه کې ښکاري. د دغه انځور له خپرېدو سره د پولیسو د تښتول کېدو خبرونه هم خپاره شول.
پولیسو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې یاد سرتېري په بډو اخیستلو کې ښکېل وو. د لومړنیو پلټنو له مخې، هغوی خپله رسمي دنده ترسره کوله او شکمن بېاسناده افغان وګړي یې نیولي وو، چې د پولیستاڼې پر لور د لېږد پر مهال د وسلوالو له خوا مخه ونیول شوه او سرتېري وتښتول شول.
له پېښې وروسته د جیواني د مرستیال امنیه قوماندان (ډي اېس پي) تر څارنې لاندې ځانګړې پولیسې ډلې سیمې ته استول شوې دي. د ورکو شويو سرتېرو د موندلو او د پېښې د عاملانو د نیولو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
چارواکو د پېښې د څرنګوالي د روښانولو لپاره پلټنې پیل کړې دي، او امنیتي ځواکونه د سیمې د امنیتي وضعیت له امله د لوړې تیارسۍ په حالت کې دي.


