د بلوچستان وزيراعلیٰ سرفراز بګټي ويلي، زدهکړې د يو پياوړي، سولهييز او پرمختللي بلوچستان د جوړېدو اساسي بنسټ ګڼل کېږي او د همدې موخې لپاره په تعليمي برخه کې يو شمېر مهمې اصلاحاتي پرېکړې شوې دي.
نوموړي وويل، د سواد کچې د لوړولو، د باکيفيته زدهکړو د پراختيا او هر ماشوم ته د درناوي وړ تعليمي چاپېريال د برابرولو لپاره به په ۹۰۰ ښوونځيو کې د دوه وخته تدريس نظام پيل شي. همدارنګه د ملي بشري پراختيا ادارې (اېن سي اېچ ډي) د ښوونکو معاشونه به زياتېږي او په ښوونځيو کې به د لوست او ليک يو شان تدريسي مواد پلي کېږي.
وزيراعلیٰ زياته کړه، په درې زره يوخونېزو ښوونځيو کې به نورې خونې هم جوړې شي او له دولتي ښوونځيو څخه به د ټاټ دود په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.
هغه ټينګار وکړ: «زما ژمنه روښانه ده، د بلوچستان هېڅ ماشوم به پر ټاټ نه کښېني. هر ماشوم د دې حق لري چې پر مېز او څوکۍ، له غوره تعليمي اسانتياوو او د عزت او ځان باور په فضا کې زدهکړې وکړي.»
د سرفراز بګټي وويل، د دغو اصلاحاتو د عملي کېدو به په خپله څارنه کوي او د صوبې په لرې پرتو سيمو کې به د ښوونځيو ناڅاپي کتنې هم ترسره کړي.


