ليکنه: رفیع الله کاکړ
د بلوچستان وزيراعلیٰ سرفراز بګټي په دې وروستيو کې د صوبې د پياېچډي سکالرانو پر ضد سختې څرګندونې کړې او هغوی يې «له بياېلاې هم ډېر خطرناک» بللي دي. د بګټي صاحب په اند، د دې تعليميافته قشر ګناه دا ده چې د سياسي فعالانو پر ضد د زور له بېدرېغه استعماله ملاتړ نه کوي او د شفافو او رڼو ټاکنو غوښتنه کوي. حال دا چې دا غوښتنې د پاکستان د خپل نیشنل ایکشن پلان او د ملي کورنۍ امنيتي تګلارې برخه ده.
د بګټي دا څرګندونې کېدای شي د سياسي مايوسۍ او ځانتوجيه يوه بېلګه وګڼل شي، خو ورسره د ژور فکر غوښتنه هم کوي. نه ځکه چې دا تورونه رښتيا دي، بلکې ځکه چې دا د هغه واکمن قشر ذهنیت بربنډوي چې د بلوچستان د شخړې په ژوندي پاتې کېدو کې خپل ژور سياسي او اقتصادي مفاد ويني.
په سياسي ادبياتو کې دې ذهنيت ته يو ځانګړی نوم کارول کېږي: «د جګړې سوداګري» (Conflict Entrepreneurship).
کله چې جګړه په کاروبار بدله شي
د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د قومي او سيمهييزو وسلهوالو شخړو په اړه شوې څېړنې يوه ترخه حقيقت ته اشاره کوي: ډېرې قومي او سيمهييزې بغاوتونه ځکه اوږدېږي نه چې ستونزې يې نه حل کېږي، بلکې ځکه چې د دواړو لوريو ځينې اغېزمن کسان د تاوتريخوالي له دوام څخه ګټه اخلي.
دا «د جګړې سوداګر» شتمني، واک او سياسي ارزښت هماغه وخت ترلاسه کوي چې شخړه روانه وي. د دوی لپاره سوله منزل نه، بلکې د امتيازونو او نفوذ لپاره خطر دی.
قومي تحريکونه او وسلهوالې شخړې عموماً د حقيقي بېعدالتيو له امله راولاړېږي؛ لکه سياسي محروميت، اقتصادي استحصال او کلتوري سپکاوی. خو کله چې اور بل شي، نو بيا داسې حالات رامنځته کېږي چې نور فرصتطلب کسان ترې ګټه اخلي. د دواړو غاړو موقعطلبه عناصر خپل شخصي سياسي او اقتصادي اهداف د نظريې او قومي مبارزې په جامه کې پټوي او ورو ورو خپلې شخصي ګټې د هماغه «قومي مقصد» مترادف ګرځوي چې د استازيتوب دعوه يې کوي.
په دې حالت کې هغه معتدل کسان چې د شخړې سياسي حل غواړي، له سياسي ډګره شړل کېږي. د تاوتريخوالي منطق خپله خپل ساتونکي پيدا کوي.
د بلوچستان مصنوعي سياسي طبقه
د بلوچستان اوسنی بحران په بشپړ ډول له همدې نمونې سره سمون خوري. د صوبې ستونزې تاريخي ريښې لري؛ له مرکزي واکمنۍ، اقتصادي محروميت، د طبيعي زېرمو يو اړخيز استحصال او د سياسي اختلاف د پوځي زور له لارې ځپلو سره تړلې دي.
پاکستاني دولت وخت ناوخت دا حقيقت منلی هم دی. د اتلسم آئيني تعديل او اووم ايناېفسي ايوارډ هم د همدې اعتراف څرګندونې وې، خو بيا هم شخړه حل نه شوه. د دې اساسي علت د دولت هغه تګلاره ده چې له پيله يې غوره کړې ده.
اسلامآباد له لسيزو راهيسې په بلوچستان کې مصنوعي مشرتابه روزلی او فرمانبرداره حکومتونه يې جوړ کړي دي. موخه يې مؤثره حکومتداري نه، بلکې د بلوچ او پښتون ملتپالنې مهارول او مرکز ته دا ډاډ ورکول وو چې هر څه تر کنټرول لاندې دي.
په دوديز ډول قبایلي سرداران او مذهبي شخصيتونه د دولت شريکان پاتې شوي دي. د انګرېزانو د «سېنډېمن» دورې دا اتحاد د پاکستان تر جوړېدو وروسته هم روان پاتې شو او ورو ورو پکې مذهبي حلقې هم ورګډې شوې. خو په تېرو دوو لسيزو کې دا اتحاد د بلوچستان د کنټرول په برخه کې له ستونزو سره مخ شو.
په همدې موده کې د ښاري نفوس زياتوالی، د لوړو زدهکړو پراختيا او ډيجيټل ټکنالوژۍ د بلوچستان ټولنه بدله کړه. يوه داسې تعليميافته او ډيجيټلي باخبره ځوانه طبقه رامنځته شوه چې نه په اسانه پېرل کېدای شي او نه چوپول کېدای شي.
همدې نسل په پاکستان کې د تحريک انصاف په څېر سياسي خوځښتونو ته لاره هواره کړه او د هېواد په څنډو کې يې د پيټياېم، د کشمير ګډې عوامي کمېټې، ګلګت ځوانانو تحريک او بلوچ يکجهتي کمېټې په څېر غير وسلهوالو تحريکونو ته ځواک ورکړ.
د دغو ټولنيزو او ټکنالوژيکو بدلونونو له امله د دولت دوديز شريکان ــ سرداران، ملايان او قبایلي مشران ــ نور هغه ټولنيز کنټرول نه شوای ساتلی چې اسلامآباد ورته اړتيا لرله. له همدې امله دولت د نويو څېرو په لټه کې شو.
نوي د جګړې سوداګر
په دې پړاو کې دوه ډلې راڅرګندې شوې.
لومړۍ ډله هغه نوې سوداګره طبقه وه چې قرارداديان او قاچاقبران پکې شامل وو. په ځانګړي ډول قرارداديانو د سرکاري پروژو له لارې شتمني ترلاسه کړه او بيا يې له همدې لارې سياسي نفوذ پيدا کړ. دوی ځانونه د زړو سردارانو د بديل په توګه د پوځي مشرتابه مخې ته وړاندې کړل.
دويمه ډله د تعليميافته منځنۍ طبقې يو کوچنی کړۍ وه، چې ادعا يې کوله له ناراضه ځوان نسل سره اړيکې لري او د دولت پيغام تر هغوی رسولی شي.
دولت ته د دغو دواړو ډلو تر ټولو لويه ځانګړنه د هغوی وړتيا نه، بلکې مطلقه وفاداري وه. دوی اسلامآباد ته هماغه خبرې کولې چې مرکز يې اورېدل غوښتل: حالات ښه کېږي، تګلارې بريالۍ دي او بلوچستان تر کنټرول لاندې دی.
دوی د زور له کارونې ملاتړ وکړ، د اسټبلشمنټ سياسي او اقتصادي نفوذ يې پياوړی کړ او هر وخت د سياسي بحرانونو پر مهال د وسيلې په توګه وکارول شول. د دغو خدمتونو په بدل کې دوی ته واک، سرپرستي، امتيازونه او له حسابورکونې معافيت ورکړل شو.
ورو ورو دې قشر درک کړه چې د وسلهوالې شخړې پای ته رسېدل د دوی په ګټه نه دي، بلکې د شخړې دوام د دوی سياسي او اقتصادي ارزښت ژوندی ساتي. ځکه چې تر څو بلوچستان ناارامه وي، هماغومره به د اسلامآباد او راولپنډۍ لپاره د دوی اهميت پاتې وي.
سوله ولې د دوی لپاره خطر دی؟
د همدې منطق له مخې، دغو جګړهمارو د دولت نه د امتيازونو ترلاسه کولو لپاره بېلابېل جوازونه جوړ کړل. کله د «امن فورسونو» په نوم، کله د وسلهوالو د «غرونو نه راکښته کولو» په دعوو، او کله د يو نامنهاد «مثبت بيانيې» د جوړولو تر عنوان لاندې.
په زړه پورې خبره دا ده چې د دغو ډېری کسانو سياسي قوت دومره نه و چې د يوې يونين کونسل ټاکنې وګټي، خو بيا هم لوړ حکومتي مقامونه، سياسي څوکۍ او بېشمېره امتيازونه ورکړل شول.
دا امتيازونه دومره ارزښتناک وو چې د ساتلو لپاره يې دوی هر حد ته تللو ته تيار شول. دوی پوه شول چې يو سولهييز بلوچستان، چې پکې جلاوطنه مشران راستانه شي، وسلهوال سياسي بهير ته داخل شي او مدني ټولنه په ازاده فضا کې کار وکړي، د دوی سياسي اهميت به ختم کړي.
په داسې بلوچستان کې نه د دوی منځګړيتوب ته اړتيا پاتې کېږي او نه د هغو امتيازونو جواز پاتې کېږي چې د دوی سياست ورباندې ولاړ دی. نو ځکه د شخړې پای د دوی لپاره د سولې مانا نه لري، بلکې د خپل نفوذ او ګټو د پای معنا لري.
د زور تګلاره او ناکامه حکومتداري
د بګټي حکومت ګڼو پرېکړو دا طرز فکر لا روښانه کړی دی.
د طبيعي ګازو او د صوبايي حقونو په مسئله کې بلوچستان، سند او خيبرپښتونخوا له اوږدې مودې راهيسې له وفاق سره اختلافات لري. خو د سرفراز بګټي حکومت د سوئي ګاز په ميدان کې د پاکستان پټروليم لمېټډ (PPL) د لېز موده وغځوله او په دې توګه يې د صوبايي خودمختارۍ د څو لسيزو مبارزه کمزورې کړه.
همداراز، د پراخو ځمکو وفاقي ادارو او شخصي کمپنيو ته سپارلو پرېکړو هم د ځايي خلکو اندېښنې زياتې کړې دي، ځکه چې د هغوی مشورې او حقوق پکې له پامه غورځول شوي دي.
له بلې خوا، د سياسي اختلاف او ولسي احتجاج پر ضد د حکومت اساسي تګلاره د زور استعمال پاتې شوې ده. بلوچ يکجهتي کمېټه ځپل شوې، مشران يې بنديان شوي، جبري ورکېدنې زياتې شوې، پوهنتونونه تر سختې څارنې لاندې راغلي، شاعران او روڼاندي ځورول شوي او د استعماري دورې اجتماعي سزاګانې بېرته عملي شوې دي.
خو د دغو ټولو سختو اقداماتو باوجود وسلهوال بغاوت کمزوری نه شو، بلکې د باور وړ نښو له مخې لا پياوړی شوی دی.
د دې ناکامۍ د منلو او د تګلارې د بدلولو پر ځای، حکومت اوس د پوهانو او پياېچډي سکالرانو پر ضد هم د «دولت د دښمنانو» تورونه لګوي، ځکه چې هغوی د يوې سياسي ستونزې د سياسي حل غوښتنه کوي.
د سولې د هڅو سبوتاژ
دا جګړهمار يوازې د زور له تګلارې ملاتړ نه کوي، بلکې د سولې او مذاکراتو هڅې هم شنډوي.
تر ټولو څرګنده بېلګه يې د ۲۰۱۵ کال هغه نوښت و چې ډاکټر مالک بلوچ د هغه وخت د ملکي او پوځي قيادت په ملاتړ پيل کړی و. هغه د جلاوطنه بلوچ مشرانو د مذاکراتو مېز ته د راوستلو تر ټولو نږدې هڅه وه.
خو همدې مصنوعي سياسي قشر، چې د سولې له راتګ څخه يې خپل سياسي زيان ليده، دغه هڅې ناکامې کړې. مذاکرات مات شول او له هغوی سره د بلوچستان لپاره د سولې يو مهم فرصت هم له منځه ولاړ.
د دولت لپاره هم بوج
نن دا جګړهمار د دولت لپاره هم بار ګرځېدلي دي. دوی له سخت امنيتي ساتنې پرته خپلو سيمو ته نه شي تللی. د دوی هغه تبليغاتي کمپاینونه چې د دولتي سرچينو له لارې چلېږي، پر خلکو اغېز نه لري، ځکه ولس دوی ښه پېژني.
عام بلوچستانيان پوهېږي چې دا مصنوعي څېرې څوک روزي، او له همدې امله د دوی فساد او ظلم مستقيم د دولت پر غاړه اچوي.
په بلوچستان کې حکومتداري نږدې فلج شوې ده. پراخې سيمې د ولس او حکومتي مامورينو دواړو لپاره د تګ راتګ نه دي پاتې. اداري فساد په ښکاره روان دی، سرکاري ادارې کمزورې شوې، تجربهلرونکي افسران څنګ ته شوي او هغه چارواکي چې د زور له بېدرېغه کارونې سره مخالفت وکړي، ګوښه کېږي.
ترقياتي بوديجې لا هم د فساد او سياسي وفاداريو د پېرلو وسيله ده.
د دې خرابې حکومتدارۍ اصلي علت دا دی چې کوم سياسي قشر د ولسي رايو اړتيا نه لري، هغه د ښې حکومتدارۍ پروا هم نه کوي. نو ځکه بدحکومتي او دوامداره جګړه د دې نظام ناکامي نه، بلکې د همدې نظام موخه ده.
د حل لاره
پاکستان بلوچستان ځکه نه بایلي چې دا شخړه نه حل کېږي، بلکې ځکه چې د دې مسئلې د مديريت واک هغو کسانو ته سپارل شوی چې د شخړې په حل کې نه، بلکې په دوام کې يې ګټه ده.
تر څو جګړه روانه وي، هماغومره به د جګړې سوداګرو ارزښت د اسلامآباد او راولپنډۍ لپاره پاتې وي.
له دې حالت نه د وتلو يوازينۍ لار دا ده چې د جګړې د سوداګرو پر ځای داسې سياسي مشرتابه ته لاره هواره شي چې د بلوچستان خلکو ته ځوابورکوونکی وي.
پياېچډي سکالران د بلوچستان لپاره خطر نه دي؛ اصلي خطر هغه واکمن اشرافيه ده چې د جګړې په دوام کې خپل سياسي او اقتصادي مفاد ويني.


