د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ميزۍ اډې په نادرا مارکېټ کې تېره شپه د نامعلومو وسلهوالو په ډزو کې د قبایلي مشر داد محمد کاکړ په ګډون پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د سيمې د سرچينو په وينا، له پېښې وروسته ځايي قبایلو د وژل شويو کسانو جنازې د قمر پُل سيمې ته وړي او هلته يې د کوټې ـ چمن پر لویه لار احتجاجي پرلت پيل کړی دی.
مظاهرهچيانو غوښتنه کړې چې په بريد کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونيول شي، عاملينو ته دې سزا ورکړل شي او په سيمه کې دې د امنيت د ټينګښت لپاره جدي ګامونه پورته شي.
د راپورونو له مخې، د احتجاج له امله پر کوټې ـ چمن لويه لار تګ راتګ اغېزمن شوی، او د سيمې د ادارې او قبایلي مشرانو ترمنځ د ستونزې د حل لپاره خبرې روانې دي.


