شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان او افغانستان ترمنځ د روغې جوړې لپاره د چین نوې...

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روغې جوړې لپاره د چین نوې ډیپلوماټیکې هڅې

چین د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دي او هیله پیدا شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم شي.

چین د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دي او هیله پیدا شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم شي.

د راپورونو له مخې، چین د روان کال په اپرېل میاشت کې د شینجیانګ ایالت په ارومچي ښار کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لومړنۍ غونډه کوربه‌توب کړې وه، چې هدف یې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي کمول او د خبرو اترو دوام و.

سرچینې وایي، بیجینګ اوس غواړي دویمه غونډه هم ترسره کړي څو د روغې جوړې بهیر ژوندی وساتي او دواړه لوري مذاکراتو ته وهڅوي.

په تېرو میاشتو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، د خلکو تګ راتګ او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي چې دواړه لوري لا هم په مهمو موضوعاتو کې سخت دریځ لري، چې پکې د رسمي حکومتي اړیکو فعالول، سوداګریزې اسانتیاوې او د خلکو ازاد تګ راتګ شامل دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه