چین د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دي او هیله پیدا شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم شي.
د راپورونو له مخې، چین د روان کال په اپرېل میاشت کې د شینجیانګ ایالت په ارومچي ښار کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لومړنۍ غونډه کوربهتوب کړې وه، چې هدف یې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د تاوتریخوالي کمول او د خبرو اترو دوام و.
سرچینې وایي، بیجینګ اوس غواړي دویمه غونډه هم ترسره کړي څو د روغې جوړې بهیر ژوندی وساتي او دواړه لوري مذاکراتو ته وهڅوي.
په تېرو میاشتو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، د خلکو تګ راتګ او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
راپور زیاتوي چې دواړه لوري لا هم په مهمو موضوعاتو کې سخت دریځ لري، چې پکې د رسمي حکومتي اړیکو فعالول، سوداګریزې اسانتیاوې او د خلکو ازاد تګ راتګ شامل دي.


