شنبه, مې 30, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍرویټرز: امریکا یو ځل بیا په ایران کې پوځي مرکز په نښه...

رویټرز: امریکا یو ځل بیا په ایران کې پوځي مرکز په نښه کړی

رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا پوځ یو ځل بیا د ایران په جنوب کې د بندر عباس ښار اړوند یو پوځي مرکز په نښه کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا پوځ یو ځل بیا د ایران په جنوب کې د بندر عباس ښار اړوند یو پوځي مرکز په نښه کړی دی. د راپور له مخې، په دې برید کې د ایران څلور بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم نسکورې شوې دي.

امریکایي چارواکي وایي، دغه پوځي مرکز د یوې بلې بریدګرې ډرون الوتکې د کنټرول لپاره کارېده او امریکا د احتمالي برید د مخنیوي په هدف پرې برید کړی دی. د دوی په خبره، دا عملیات “دفاعي اقدام” و او موخه یې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو او نړیوالو سوداګریزو بېړیو ساتنه وه.

تر دې وړاندې ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې د بندر عباس ښار او د هرمز تنګي ته نږدې سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د ایران مهر خبري اژانس ویلي وو چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او تر اوسه د چاودنو د علت په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا تازه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه د خبرو هڅې هم روانې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه