د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف وایي، د لوی اختر په مناسبت یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکان سره تلیفوني خبرې کړې دي.
شهباز شریف ویلي، د خبرو پر مهال دواړو مشرانو یو بل ته د اختر مبارکي ورکړه او د سیمې د سولې، ثبات او روان وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.
د پاکستان لومړي وزیر په وینا، د ایران ولسمشر د سیمې د سولې لپاره د پاکستان د هڅو ستاینه کړې او د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر رول یې مهم بللی دی. نوموړي همداراز د سعودي عربستان، قطر او ترکیې له ملاتړ څخه مننه کړې ده.
شهباز شریف ویلي، هغه ایران ته د پاکستان د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او د روان کړکېچ له امله یې د ایران ولس ته د اوښتو ځاني زیانونو په تړاو خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې، پاکستان به د یوه صادق دوست او ګاونډي هېواد په توګه تل د ایران ترڅنګ ولاړ وي.
د پاکستان لومړي وزیر هیله څرګنده کړې چې د سولې روانې هڅې به ژر یوې دوامدارې هوکړې ته لاره هواره کړي، څو په سیمه کې ثبات، سوکالي او همکاري پیاوړې شي.
دواړو مشرانو موافقه کړې چې د سیمې د تلپاتې سولې لپاره به خپلو نږدې اړیکو او همغږۍ ته دوام ورکوي.


