دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ماشومانو جنګ خونړۍ پېښه شوه؛ د پښتونخوا په نوشهره کې ۴...

د ماشومانو جنګ خونړۍ پېښه شوه؛ د پښتونخوا په نوشهره کې ۴ سکه وروڼه ووژل شول

د خېبر پښتونخوا د نوشهرې ولسوالۍ اړوند د میا عیسیٰ په سیمه کې د ماشومانو ترمنځ شخړه په خونړي نښته بدله شوې، چې له امله یې د څلورو سګو وروڼو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ماشومانو ترمنځ لفظي لانجه ورو ورو پراخه شوه او وروسته په وسلواله نښته واوښته. چارواکي وایي، په ډزو کې پنځه کسان پر ځای وژل شوي دي.

د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ ویلي، د وژل شویو کسانو جسدونه د پوسټ مارټم لپاره د نوشهرې ډسټرېکټ هېډکوارټر روغتون او قاضي حسین احمد مېډیکل کمپلېکس ته لېږدول شوي دي.

له پېښې وروسته سیمې ته د پولیس رسېدلې او د پېښې د اصلي لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه