د پاکستان او ایران پولې ته نږدې د ماشین کپر (کنتاني) په سیمه کې د ساحلي ساتونکو ځواکونو (کوسټ ګارډز) او ځايي خلکو ترمنځ د تاوتریخوالي ډکې نښتې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د دې پېښې له امله په سیمه کې سخت ترینګلتیا رامنځته شوې ده.
دغه وضعیت وروسته له هغې خراب شو چې دوه ورځې وړاندې په ماشین کپر سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو په یوې تېزې کښتۍ کې د پاکستان کوسټ ګارډز پر ګزمې برید وکړ، چې له امله یې د کوسټ ګارډز دوه سرتېري ووژل شول. تر دې وروسته، کوسټ ګارډز د امنیتي اندېښنو له امله د کنتاني هور له لارې د ایراني تېلو ټول کاروبار او لېږد تر نامعلومې مودې وځنډاوه.
د ځايي سرچینو په وینا، د دوشنبې په سهار هغه مهال وضعیت نور هم تاوتریخوالی وموند چې: کوسټ ګارډز غوښتل په سیمه کې دایمي پوستې جوړې کړي.
د تېلو د لېږد کارګرانو، چې د سند او بلوچستان له بېلابېلو سیمو څخه دي، هڅه وکړه خپل کار بېرته پیل کړي. دواړو لورو ترمنځ لفظي شخړه وروسته په تاوتریخوالي واوښته او د ډزو راپورونه هم ورکړل شول.
د جي ډي اې انډس روغتون ادارې د دوو مړو او پنځو ټپیانو د راوړل کېدو پخلی کړی دی. وژل شوي کسان دا دي: شهزیب د ممتاز زوی، د خضدار اوسېدونکی، سعود د ثناءالله زوی، د خضدار اوسېدونکی.
بلخوا، کوسټ ګارډز په یوه اعلامیه کې ویلي چې ځواکونو یې د ساحلي سیمو په اوږدو کې د ایراني تېلو د ناقانونه قاچاق د مخنیوي لپاره د پوستې جوړولو هڅه کوله، خو د دوی پر ځواکونو «شرخوښو او ترهګرو» برید وکړ چې له امله یې مرګژوبله رامنځته شوه.
په سیمه کې لا هم ترینګلتیا روانه ده او د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو دروند حضور ځای پر ځای شوی دی.
بل لور ته، د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د ګوادر د حلقې غړي مولانا هدایت الرحمن او د بلوچستان پخواني وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوچ د کنتاني د ډزو په پېښه کې د مزدورانو پر وژنه سخت احتجاج وکړ او د اعتراض په توګه یې له غونډې واکاوټ وکړ.
همداراز، د نېشنل پارټۍ مرکزي ویاند هم په یوه اعلامیه کې د کوسټ ګارډز له لوري پر مزدورانو ډزې په کلکه وغندلې او ویې ویل چې پر بېوسلې کارګرانو د زور کارول نه یوازې د غندنې وړ، بلکې د منلو نه دي او باید عاملین یې قانون ته وسپارل شي.
ویاند زیاته کړه چې دغه مزدوران د خپلې کورنۍ د نفقې او روزګار لپاره له خپلو کورونو راوتلي وو، خو پر ځای د دې چې کار وکړي، په مرمیو وویشتل شول.
په اعلامیه کې د پېښې د شفافو، بېطرفه او سمدستي پلټنو غوښتنه شوې او ټینګار شوی چې په ډزو کې ښکېل ټول کسان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي او ټپیانو ته دې سمدستي او غوره طبي اسانتیاوې برابرې شي.


