ليک: رضا محمد رضا لالا
محترم عبدالرحيم خان د تاريخي افغانستان په زړه کې د ږوب د ښايسته ناوې پر غاړه دشنه غره په لمن کې د مندوخېل پښتون افغان په کلي اومږه مرسېنزي کې د محترم عبدالرحمن (ادرواکا)او د محترمې دوتاڼۍ په کور کې په کال 1937ع کې سترګې وغړولې
ددوی کورنۍ له ډېر پخوا راهيسې يوه وطنپاله او مبارزه کورنۍ ده. د ږوب د رود پر غاړه خاټول کوټ هم ددوی دنيکه په نامه مشهور دی. او دهغه د زوی ګوهر په نامه ددوی کهول مسما دی.
د دۀ سکه نيکه ملا نور خان په 1919ع کې د انګرېز استعمار خلاف د افغانستان د ملي استقلال په جنګ کې د شهيد ازمير خان مندوخېل د پلار اختر خان مندوخېل په مشري کې فعاله برخه واخيسته. او د دۀ پلار دژوند تر اخيري ورځې د قام او خپل وطن پر ننګ ټينګ ولاړ وو.
محترم عبدالرحيم خان په 1943ع کې دږوب په های سکول کې داخل شو او په 1953ع کې يې تر لسم ټولګي پورې تعليم دالته تر سره کړ. ايف اې او بي اې (دولسم او څوارلسم)يې د کوټې په ګورنمنټ کالج اوسني ساينس کالج کې او په 63-1961ع کې په پېښور پوهنتون کې د وکالت زدکړې تر سره کړې. بیاپه 59-1958ع کې رېډيو سټېشن کوټه کې د خبرونو نتاک (نيوزکاسټر)وو. په 1960ع کې په سیف الله کلا کې سرمعلم (هېډ ماسټر) وو. دۀ يو څو کاله د وکالت پېشه هم اختيار کړه خو د دۀ وکالت د سياسي کارکنانو دکېسونو تر چلولو پورې محدود وو.
دی ليا د طالبعلمۍ په زمانه کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او باچا خان په مشرۍ کې د پښتون قامي سياسي تحريک فعال غړی وو. بيا يې د ون يونټ او ايوبي امريت په خلاف فعاله مبارزه وکړه. دۀ په 1964ع کې کې د تاريخي نېشنل عوامي پارټۍ په بحالېدو کې لوی رول ولوباوه. او بيا د نېپ په صوبايي کابينه کې ډپټي سيکرټري وو. د نېپ د تقسيم په وخت کې د بهاشاني صېب ملګری وو. دی پر له پسې دپښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ اوبيا د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سينېر ډپټي چيرمين اوسېدلی دی. دۀ دپښتون اولس د قامي ازادۍ، جمهوريت، سماجي انصاف، امن او ترقۍ په قامي سياسي تحريک او دازاد افغانستان په دفاع کې ډېر اهم او تاريخي رول ادا کړی دی. دۀ په ,1992ع کې د کوټې ناروا پښتون دښمن بلدياتي حلقه بندي خلاف تادم مرګ بهوک هړتال وکړ چې شپاړس ورځې جاري وو. دۀ دجنرل ضياء د پوځي امريت خلاف او په تحريک بحالي جمهوريت ايم ار ډي کې رهنما رول ادا کړ او د ايم ار ډي کنوينر هم پاته سو. دی دوه ځله سينېټر يو ځل د صوبايي اسمبلۍ ممبر پاته شوی دی او د قامي اسمبلۍ ممبر وو چې وفات شو.
ټولواکي، انګريزي استعمار او افغانستان او افغان او افغانستان د دۀ چاپ شوي کتابونه دي. او د پښتونخوا ملي اولسي ګوند د علمي او سياسي لټرېچر لويه برخه هم د دۀ په تخليقاتو کې شامل ده.


