د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار په ډاګه کړې چې هېواد یې له افغانستان، چین، بنګلهدېش او د سیمې له نورو هېوادونو سره د درېاړخیزو او څواړخیزو همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دی او په دې برخه کې جدي هڅې پیل کړې دي.
ښاغلي ډار، چې تېره شپه یې په لاهور کې د «جنوبي اسیا د حسابدارۍ فدراسیون» (SAFA) کنفرانس ته وینا کوله، وویل چې د اوسني عصر تقاضا ته په کتو، هېڅ هېواد په یوازې ځان او انزوا کې پرمختګ نه شي کولی. د هغه په وینا، د سیمې د هېوادونو راتلونکی له یو بل سره په ګډو اقتصادي ګټو او سیمهییزو همکاریو پورې تړلی دی.
د جنوبي اسیا هېوادونه د ګډې سوداګرۍ او پانګونې له لارې کولی شي د پام وړ سترې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.
د سیمې ثبات او دوامدارې اړیکې د ټولو هېوادونو په ګټه دي او دا چاره د ولسونو د هوساینې لپاره زمینه برابروي.
د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د خنډونو لرې کول د سیمهییزې ودې لپاره لومړیتوب لري.
اسحاق ډار په واضحو ټکو وویل چې د جنوبي اسیا هېوادونه نور نه شي کولی په جلا بڼه او له یو بل څخه په انزوا کې پاتې شي. نوموړي زیاته کړه چې د ګډو ننګونو پر وړاندې مبارزه او د فرصتونو کارول یوازې د سیمهییزو همکاریو د چوکاټ له لارې ممکن دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه د جنوبي اسیا هېوادونه، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د کارپوهانو په باور، د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د ترانزیټي او سوداګریزو اړیکو پراختیا کولی شي د سیمې په عمومي وضعیت مثبت غېز وکړي.


