لیکنه: داود جبارخیل
شمیم فروتن، افغانه شاعره او خبریاله، د Franco Loi Literary Competition نړیوالې ادبي سیالۍ په اوولسم پړاو کې د ستاینلیک او افتخاري ډیپلوم ګټونکې شوې ده. دغه ادبي فستیوال د Grottammare په ساحلي ښار کې ترسره شوی و.
د شمیم فروتن وروستۍ بریا له دې امله ځانګړې ګڼل کېږي چې هغې خپل شعر په مستقیم ډول په ایټالوي ژبه لیکلی دی. دا په داسې حال کې ده چې ډېری کډوال لیکوالان او شاعران خپل آثار لومړی په مورنۍ ژبه لیکي او وروسته یې د کوربه هېواد ژبې ته ژباړي، خو فروتن پرته له ژباړې په خپله د ایټالوي ژبې په ادبي فضا کې طبعآزمایي کړې ده.
د دې سیالۍ داورانو، چې د ایټالیا د نامتو او نوښتګر شاعر Franco Loi په نوم جوړه شوې، د هغې اثر د ژبنیو ظرافتونو، ادبي ځواک او انساني مفاهیمو د ژور انتقال له امله ستایلی دی.
شمیم فروتن د ۲۰۲۱ کال تر سیاسي بدلونونو مخکې په کابل کې د خبریالې په توګه د راه مدنیت په ګډون له یو شمېر رسنیو سره کار کاوه. نوموړې د معاصر شعر او غزل له فعالو څېرو څخه هم ګڼل کېده او د کابل په ادبي محفلونو کې یې ځانګړی حضور درلود.
هغې د جمهوریت تر سقوط او له افغانستانه تر وتلو وروسته خپل فرهنګي او ادبي فعالیتونه په ایټالیا کې دوام ورکړل. فرهنګي شنونکي وایي، د فروتن بریا د هغو افغان لیکوالانو او هنرمندانو د نوي نسل استازیتوب کوي چې له مهاجرت او جلاوطنۍ سره سره یې خپل فکري او فرهنګي هویت ژوندی ساتلی دی.
د دوی په باور، فروتن د ایټالوي ژبې له لارې د غربت، ښځې، هویت او مقاومت هغه ګډ انساني دردونه بیان کړي چې اروپایي لوستونکي هم ورسره ځان نږدې احساسولی شي. همدې چارې د هغې شعر د ایټالیا په ادبي چاپېریال کې د پام وړ ګرځولی دی.
Franco Loi Literary Competition هر کال د شعر او ادب په برخه کې د نوو استعدادونو د موندلو او ستایلو لپاره ترسره کېږي، او پکې د یوې پارسيژبې افغانې شاعرې بریا د افغانستان د معاصر ادب پټې وړتیاوې نړیوالو ادبي محفلونو ته ورپه ګوته کړې دي.
شنونکي باور لري چې دا لاسته راوړنه به د اروپا فرهنګي او هنري کړۍ یو ځل بیا د افغانستان د فکري او فرهنګي نخبهګانو وضعیت ته متوجه کړي او وښيي چې د افغانستان ادبي ژوند د جغرافیایي محدودیتونو هاخوا هم دوام لري.
د ادبیاتو څېړونکي د شمیم فروتن بریا د «څوژبني ادب» په چوکاټ کې ارزوي؛ هغه بهیر چې پکې یو هنرمند د خپل فکري او فرهنګي هویت له ساتلو سره، د کوربه ټولنې ژبه د نړیوالو انساني دردونو د بیان وسیله ګرځوي. د دوی په وینا، دا بریا د افغانستان د فرهنګي دریځ د بیا تعریف او نړیوال حضور په لور یو مهم ګام بلل کېږي.


