د امریکا پوځ مرکزي قرارګاه راپور ورکړي، چې امریکایي ځواکونو چې د عمان په خلیج کې د کلابندۍ پر پلي کولو بوخت دي، د می په ۶مه، د ختیځ وخت له مخې د سهار په ۹ بجو، د ایران تر بیرغ لاندې یوه خالي تېل وړونکې بېړۍ چې غوښتل یې د ایران یو بندر ته ولاړه شي، له کاره وغورځوله.
یاد راپور کې راغلي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ځواکونو د «M/T Hasna» په نوم بېړۍ هغه مهال ولیده چې په نړیوالو اوبو کې د عمان خلیج ته څېرمه د ایران د یو بندر په لور روانه وه. امریکایي ځواکونو دغې بېړۍ ته څو ځلې خبرداری ورکړ او ورته یې وویل چې دا حرکت د امریکا له خوا د لګول شوې کلابندۍ سرغړونه ده.
یاد راپور زیاتوي، وروسته له هغه چې د «حسنا» بېړۍ عملې پرله پسې خبرداریو ته پاملرنه ونه کړه، امریکایي ځواکونو د بېړۍ سټیرینګ (Rudder) د یوه «F/A-18 Super Hornet» جنګي الوتکې د ۲۰ ملي میتري توپ په ډزو له کاره وغورځاوه. دا الوتکه د «USS Abraham Lincol (CVN 72)» الوتکې وړونکې بېړۍ څخه الوتې وه. حسنا بېړۍ اوس د ایران په لور حرکت نه شي کولی.
د ایران بندرونو ته د ننووتونکو او وتونکو بېړیو پر وړاندې د امریکا کلابندي په بشپړ ځواک سره دوام لري. سنتکام (CENTCOM) ځواکونه د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې دا مقررات پلي کېږي، په سنجول شوي او مسلکي ډول خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.


