شنبه, مې 16, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد فرانسې ولسمشر، له ایراني سیال سره مې خبرې وکړې؛ پر بېړیو...

د فرانسې ولسمشر، له ایراني سیال سره مې خبرې وکړې؛ پر بېړیو باندې ناعادلانه بریدونه مې وغندل

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، پر اېکس پاڼه لیکلي، ما همدا اوس د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره خبرې وکړې. ما د روان کړکېچ په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده او پر ملکي بنسټونو او بېلابېلو بېړیو باندې ناعادلانه بریدونه مې وغندل.

نوموړي ويلي، ټولې ښکېلې خواوې باید پرته له ځنډ او قید او شرط څخه د تنګي (هرمز تنګي) کلابندي پای ته ورسوي. اړینه ده چې په دوامداره توګه د بېړۍ چلولو هغې بشپړې ازادۍ ته وګرځو چې له جګړې وړاندې موجوده وه.

هغه څو مليتي ماموریت چې فرانسې او بریتانیې جوړ کړی، کولای شي د بېړیو له مالکانو او بیمه کوونکو سره د باور په بیا رغولو کې مرسته وکړي. دا ماموریت به په خپل ذات کې له جنګي لورو څخه جلا وي. په دې تړاو د «شارل ډي ګول» الوتکې وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کول هم په همدې چوکاټ کې دي.

مکرون زياتوي، وروستۍ پېښې په ډاګه کوي چې د داسې یو ماموریت شتون څومره ګټور کېدی شي. ما د ایران له ولسمشر څخه وغوښتل چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او هوډ لرم چې په دې اړه له ولسمشر ټرمپ سره هم خبرې وکړم.

په تنګي کې د ارامۍ راګرځېدل به د اټومي پروګرام، بالستیک توغندیو او سیمه ییز وضعیت په اړه د مذاکراتو په پرمختګ کې مرسته وکړي. اروپایان، چې د بندیزونو لرې کول ورپورې تړلي دي، په دې برخه کې به خپله ونډه واخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه