د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګی بېرته پرانی نه کړي، نو د تېر په پرتله به له خورا سختې بمبارۍ سره مخ شي. د ولسمشر ټرمپ دا تازه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې احتمالي هوکړې خبرونه ورکول کېږي.
د ایران خبري اژانس (اسنا) د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله ویلي، چې تهران د واشنګټن له خوا د اوربند د نوې طرحې ارزونه کوي او خپل غبرګون به د دې شخړې د منځګړي هېواد، پاکستان له لارې امریکا ته ورسوي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلیټ فارم (ټروتھ سوشل) لیکلي چې جګړه ژر پای ته رسېدلی شي او د تېلو او ګازو لېږد بېرته پیلېدلی شي، خو دا هر څه د ایران له خوا د وړاندیز شوې هوکړې له منلو سره تړلي دي. هغه په ډاګه کړه چې که ایران هوکړه ونه کړي، بمبارۍ به بېرته پیل شي.
د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې ځکه مهمې دي چې نن د چهارشنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر “وانګ یي” په بیجینګ کې له خپل ایراني سیال “عباس عراقچي” سره تر لیدنې وروسته په دې جګړه کې پر سمدستي او هراړخیز اوربند ټینګار وکړ. هغه وویل چې چین د دې کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه لري او یوازې خبرې اترې د دې مسلې حل لاره ده.
چین له ایران سره د نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکو له امله په دې برخه کې مهم رول لري، بلخوا واشنګټن پر بیجینګ فشار راوړي ترڅو تهران د هرمز تنګي بیا پرانیستلو ته وهڅوي.
بل لور ته، ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په شپه اعلان کړی و چې امریکا په هرمز تنګي کې د بند پاتې سوداګریزو بېړیو د ایستلو لپاره پیل شوي عملیات (ازادۍ پروژې) په موقتي ډول ځنډولي، ترڅو له ایران سره د اوربند د هوکړې چانسونه و ازمویل شي. که څه هم په دې شخړه کې اوربند تر ډېره پر ځای دی، خو د دوشنبې په ورځ د دې سمندري لارې د خلاصولو د هڅو پر مهال د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي وو.


