د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونه اعلان کړي، چې دوي به د می له ۴مې څخه د «ازادۍ پروژه» ملاتړ پیل کړي، ترڅو د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ ازادي بېرته پر ځای کړي.
د راپور له مخې، دا ماموریت چې د امريکا د ولسمشر په لارښوونه ترسره کېږي، د هغو سوداګریزو کښتیو ملاتړ کوي چې غواړي د دې مهم نړیوال سوداګریز دهلېز له لارې په ازاده توګه تېرې شي. د نړۍ په سمندرونو کې د تېلو د سوداګرۍ څلورمه برخه او د تېلو او سرې (کیمیاوي سرو) د محصولاتو لویه کچه له همدې تنګي څخه تېرېږي.
د سنټکام قوماندان اډمیرل «براډ کوپر» وویل: «د دې دفاعي ماموریت لپاره زموږ ملاتړ د سیمه ییز امنیت او نړیوال اقتصاد لپاره خورا مهم دی، ځکه چې موږ په ورته وخت کې سمندري محاصره هم ساتو.»
راپور کې راغلي، تېره اونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جګړې له وزارت سره په ګډه یو نوی نوښت اعلان کړ، ترڅو په هرموز تنګي کې د سمندري امنیت په موخه د نړیوالو شریکانو ترمنځ همغږي او د معلوماتو تبادله زیاته کړي. د «سمندري ازادۍ جوړښت» (Maritime Freedom Construct) هدف دا دی چې ډیپلوماټیک اقدامات له نظامي همغږۍ سره یوځای کړي، چې دا چاره به د «ازادي پروژې» پرمهال خورا ارزښتمنه وي.
د دې پروژې لپاره به د امریکا په نظامي ملاتړ کې لاندې موارد شامل وي: هغه ویجاړونکې کښتۍ چې په لارښود توغندیو سمبال دي. له ۱۰۰ څخه زیاتې په ځمکه او بحر کې مېشتې الوتکې. په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوونکې بې پیلوټه وسیلې (ډرون). او ۱۵،۰۰۰ پوځي پرسونل.


