د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې پاکستان په رسمي ډول اجازه ورکړه چې ټرانزیټي توکي د دې هېواد له لارې ایران ته انتقال شي. دا ګام کولی شي د ګوادر، کراچۍ او قاسم بندرونه د سمندري محاصرې په وخت کې د ایران د سویلي بندرونو لپاره د بدیلو او مرستندویه لارو په توګه بدل کړي.
راپور له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت لخوا په خپره شوې لارښود کې له درېیمګړو هېوادونو څخه د پاکستان له لارې ایران ته د توکو د ټرانزیټ اجازه ورکړل شوې ده. په دې کې د ګوادر، کراچۍ او قاسم بندرونو څخه تر ګبډ او تفتان سرحدي پولو پورې ځمکني سړکونه د ټرانزیټ لپاره ځانګړي شوي دي. دا پرېکړه د مسافرو او توکو د نړیوال ټرانسپورټ د هغې دوه اړخیزې هوکړې برخه ده چې د ۲۰۰۸ کال د جون په ۲۹مه لاسلیک شوې وه.
د اوسنیو حالاتو له امله د دې اقدام ارزښت نور هم زیات شوی دی. ایران په وروستیو کلونو کې خپله لویه برخه واردات او ټرانزیټ د متحده عربي اماراتو د بندرونو، په ځانګړې توګه د «جبل علي» له لارې ترسره کول؛ خو دا لاره د سختې سمندري محاصرې او سیمه ییزو سیاسي بدلونونو له امله بې ثباته شوې ده. د پاکستان د لارې پرانیستل نه یوازې د ایران د اکمالاتي لارو تنوع زیاتوي، بلکې د اکمالاتي ځنځیر (سپلای چین) امنیت هم پیاوړی کوي.
په دغه راپور کې راغلي، ګوادر بندر د ایران ختیځو سرحدونو ته د نږدېوالي او له ګبډ لارې سره د مستقیم پیوستون له امله، کولی شي د هغو توکو لپاره چې وخت او لګښت پکې مهم وي، یوه لنډه او ارزانه لاره ثابته شي.
کراچۍ او قاسم بندرونه: دا بندرونه د پراخو زیربناوو، اوږدې سوداګریزې مخینې او له نړیوالو سمندري شبکو سره د نښلولو له امله د مرستندویه لارو په توګه د کار کولو وړتیا لري.
ایران د ختیځ، لویدیځ، شمال او سویل ترمنځ د یوې ستراتیژیکې لارې په توګه پېژندل کېږي. پاکستان اوس د ایران د خاورې له لارې کولی شي د منځنۍ اسیا او قفقاز بازارونو ته لاسرسی ومومي. په دې چوکاټ کې د میرجاوې او ریمدان سرحدي ترمینلونو رول خورا مهم دی. میرجاوې چې ۷۰ کلنه کاري سابقه لري او ریمدان چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې فعال شوی، د لویې کچې سوداګرۍ لپاره خپل چمتووالی زیات کړی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۰ ملیارده ډالرو دوه اړخیزې سوداګرۍ هدف د دواړو لورو جديت ښيي. د کارپوهانو په وینا، د دې دهلېز بریا د ځمکنیو لارو په امنیت، د ګمرکونو په موثریت، د چارواکو ترمنځ په همغږۍ او د سړکونو په کیفیت پورې اړه لري.
په پای کې، دا دهلېز به نه یوازې د بار وړلو سرعت زیات او لګښتونه کم کړي، بلکې د ۶۰ ملیارده ډالرو په ارزښت د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) او د «یو کمربند او یوې لارې» (BRI) نوښت سره په نښلېدو سره، به د سویلي اسیا او یوریشیا ترمنځ د یو ستراتیژیک پله په توګه کار وکړي.


