دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچمن کې د پولیسو او موټرسایکل سپرو وسله والو ترمنځ نښته؛ یو...

چمن کې د پولیسو او موټرسایکل سپرو وسله والو ترمنځ نښته؛ یو وسله وال وژل شوی

د چمن په بارډر روډ سیمه کې د پولیسو او پر موټرسایکل سپرو وسله والو ترمنځ په نښته کې یو وسله وال وژل شوی او بل په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د چمن پولیسو افسر (DPO) ظاهر محمود کیاني په وینا، د وسله والو په ډزو کې یو پولیس سرتیری سخت ټپي شوی، چې په ډي ایچ کیو (DHQ) روغتون کې له لومړنۍ درملنې وروسته د نور علاج لپاره کویټې ته لیږدول شوی دی. ډي پي او زیاته کړه چې د وژل شوي او ټپي وسله وال جسد او وجود هم روغتون ته انتقال شوي او په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل شوي دي.

د سټي پولیسو ایس ایچ او (SHO) محمد محسن وایي، په بارډر روډ سیمه کې موټرسایکل سپرو د پولیسو د ګزمې ناکه ماته کړه او د تېښتې هڅه یې وکړه. کله چې پولیسو ورپسې تعقیب پیل کړ، نو هغوی پر پولیسو ډزې وکړې. د خبر په ترلاسه کېدو سره د پولیسو نورې ګرځنده ډلې هم سیمې ته ورسېدې، خو شرپسندو د تسلیمېدو پر ځای له پولیسو سره مقابله وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه