یکشنبه, مې 17, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيکرېکټ؛ د پاکستان سوپر ليګ د روان کال اتله لوبډله پېښور زلمي...

کرېکټ؛ د پاکستان سوپر ليګ د روان کال اتله لوبډله پېښور زلمي شوه

پېښور زلمي د پاکستان سوپر لیګ (پی ایس ایل) ۱۱م پړاو په پایلوبه کې حیدراباد کینګز مېن ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او د دغه نندارې اتلولي یې خپله کړه.

د یکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي سټیډیم کې، پېښور زلمي د حیدراباد کینګز مېن لخوا ورکړل شوی د ۱۳۰ منډو هدف په ۱۶م اوور کې د پنځو وېکټو په زیان ترلاسه کړ.

دا دویم ځل دی چې پېښور زلمي د پی ایس ایل اتلولي ګټي؛ له دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې هم پېښور زلمي د دغه ایونټ ګټونکی و.

د پېښور زلمي په بریا کې د ایرن هارډي ۵۶ ناسوځېدلې منډې او څلور وېکټې اخیستل خورا مهم ثابت شول.

د پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې حیدراباد کینګز مېن په ۱۸ اوورونو کې ۱۲۹ منډې جوړې کړې او ټوله لوبډله یې وسوځېده. د هغوی لخوا صائم ایوب ۵۴ منډې وکړې، خو له هغه پرته بل کوم لوبغاړی په ډېرو منډو جوړولو بریالی نه شو.

تر دې وړاندې د پېښور زلمي کپتان بابر اعظم د پچې (ټاس) ګټلو وروسته د فیلډینګ پرېکړه کړې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پایلوبې په مناسبت قذافي سټیډیم ته ورغلی و، چې هلته یې د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) مشر محسن نقوي په ملتیا د دواړو لوبډلو له لوبغاړو سره لاس روغبر وکړ.

د لوبې له پیل وړاندې وزیراعظم او د پي سي بي مشر د دواړو لوبډلو له کپتانانو سره عکسونه واخیستل. وزیراعظم پایلوبې ته د رسېدلو لوبډلو د زیار ستاینه وکړه او هغوی ته یې نیکې هیلې وړاندې کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه