د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې د هغه ایراني کښتۍ عمله به نن ایران ته وسپارل شي، چې په تېرو ورځو کې د امریکا لخوا نیول شوې وه.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند «کیپټن ټیم هاکنز» د یکشنبې په ورځ «ABC» رسني ته ویلي وو، هغه ایراني کښتۍ چې د امریکا د سمندري محاصرې د ماتولو په هڅه کې نیول شوې وه، له عملې سره یوځای پاکستان ته سپارل شوې ده.
د هاکنز په وینا: «نن امریکایي ځواکونو د ایم/وي توسکا (M/V Tosca) کښتۍ د عملې ۲۲ غړي پاکستان ته د لېږدولو بهیر بشپړ کړ، ترڅو هغوی بېرته ایران ته واستول شي.»
هغه زیاته کړه: «شپږ نور مسافر تېره اونۍ لا دمخه خپل هېواد ته د ستنېدو په موخه د سیمې یو بل هېواد ته لېږدول شوي وو.» د ایران دولتي رسنیو ویلي چې دا شپږ کسان د عملې د ځینو غړو د کورنۍ غړي وو.
د امریکا په وینا، دا ایراني کښتۍ تېره میاشت د امریکایي سمندري محاصرې د سرغړونې پر مهال درول شوې او نیول شوې وه.
په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن پر اېکس (پخواني ټویټر) په خپل بیان کې وویل: «د باور جوړونې د یو ګام په توګه، د امریکا لخوا د نیول شوې ایراني کانټینر کښتۍ «ایم وي توسکا» ۲۲ تنه ایراني عمله پاکستان ته لېږدول شوې ده.»


