شنبه, مې 16, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سوېلي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې د...

د سوېلي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې د ځانمرګي برید په

راپور وايي، د سوېلي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک تاڼه کې د پولیسو په وینا، د دوشنبې په ماښام پر یوې امنیتي پوسته د ځانمرګي برید له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د سوېلي وزیرستان د پولیسو کنټرول خونې یو چارواکي رسنيو ویلي، چې په بارودو بار یو موټر له امنیتي پوستې سره جنګول شوی چې له امله یې درنه چاودنه شوې او شاوخوا ابادۍ ته یې هم زیان رسولی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د امنیتي پوستې ترڅنګ یوه مدرسه او یو کور هم نړېدلي چې له امله یې عام وګړي ټپیان شوي دي.»

هغه دا هم وویل چې په کومه سیمه کې چې چاودنه شوې، هلته د انټرنېټ او موبایل سګنلونه نشته، ځکه نو له اړوندو چارواکو سره په اړیکه کې کېدو کې ستونزې شتون لري. د یاد چارواکي په خبره، له چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نږدې یونیم ساعت نښته هم شوې چې پکې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي په اعظم ورسک کې د امنیتي پوستې پر وړاندې د ځانمرګي برید د ناکامولو په پار د امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله.

نوموړي وویل چې امنیتي ځواکونو په پر وخت او اغېزمنو عملیاتو سره د «فتنه الخوارج» د ترهګرو ناوړه موخې په خاورو کې ورګډې کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه