دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کان مهترزی کې د «کند ګل سرخ» په نوم کلتوري مېله...

په کان مهترزی کې د «کند ګل سرخ» په نوم کلتوري مېله ترسره شوه

۳ مئی ۲۰۲۶، د اتوار ورځ د کان مهترزي د کند په ښکلي او تاریخي لمن، د غرونو په زړه کې د «کند ګل سرخ ملی شهید عثمان خان کاکړ» په نوم یوه ستره، شانداره او بېسارې کلتوري، ولسي او تفریحي مېله د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ له لوري په خورا جوش، جذبې او ملي ولولې سره ترسره سوه، چې پرانيسته یې د ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ، د ګوند لوړپوړي منشي سید قادر آغا ایډوکیټ، مرکزې منشي اطلاعات عزسۍ روشان، د ګوند ايالتي مشر نصرالله خان زېرې، مرکزې منشي الله نور خان او نورو مرکزي، صوبایي او ولسوالۍ مشرانو په ګډه وکړه.

په دې پراخه ولسي مېله کې د سیمې او شاوخوا بېلابېلو کلیو، بانډو او لرې پرتو سیمو څخه په زرګونو خلکو، ځوانانو، سپین ږیرو، ماشومانو، او لوبغاړو په بېساري شمېر ګډون وکړ، چې له امله یې ټوله سیمه د ملي یووالي، کلتوري ژوند، ولسي خوښۍ او سیاسي شعور په رنګونو رنګینه سوې وه.

دا مېله یوازې یو تفریحي پروګرام نه و، بلکې د پښتون ولس د کلتور، دودونو، ورورولۍ، ملي ارزښتونو او ټولنیز یووالي یو ژوندی انځور و، چې پکې د ولسونو پراخ ګډون د دې خاورې د کلتوري بیدارۍ او سیاسي شعور څرګندونه کوله.

په مېله کې بېلابېلې دودیزې، کلتوري او ولسي لوبې او پروګرامونه ترسره شول چې پکې رسه‌کشي، نښه‌بازي، اتڼ، د ګونۍ منډه، ډبره غورځونه، څوکۍ‌بازي، سوټي بازي، خوڅي بازي، مشاعره او سروز شامل وو. د دغو ټولو پروګرامونو پر مهال زرګونو ګډونوالو په ډېر خوښۍ او جذباتو سره برخه واخیسته.

په ځانګړي ډول د اتڼ حلقو، ولسي موسیقۍ، شاعرۍ او دودیزو سیالیو فضا نوره هم توده کړه، او د سیمې ځوانانو خپل کلتوري استعدادونه او سپورتي وړتیاوې په خورا ښه ډول نندارې ته وړاندې کړې.

د ګوند مشر خوشحال خان کاکړ په خپله وینا کې وویل چې پښتونخوا ملي ولسي ګوند نه یوازې د ولس د سیاسي، ملي او جمهوري حقونو لپاره مبارزه کوي، بلکې د پښتون ولس د کلتور، ژبې، دودونو او ملي هویت د ساتنې لپاره هم ژمنه ده. هغوی زیاته کړه چې دا ډول مېلې د ټولنې د یووالي، ځوان نسل د مثبتې روزنې، کلتوري بیدارۍ او ولسي اړیکو د پیاوړتیا مهمه وسیله ده.

ګډونوالو د ګوند له دې نوښت څخه تود هرکلی وکړ او دا یې د سیمې لپاره یو تاریخي، یادګاري او نه هېریدونکی کلتوري جشن وباله.

د «کند ګل سرخ» مېلې یو ځل بیا ثابته کړه چې پښتون ولس د خپل کلتور، دودونو او ملي تشخص سره ژوره مینه لري او د داسې ولسي او کلتوري پروګرامونو له لارې خپل تاریخي ارزښتونه ژوندی ساتي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه